اسلام آباد 29 فروري (اے پي پي) سپيکر لپاره نومولي شوي كانديد سردار اياز صادق وئيلي دي اېم کيو اېم پاکستان وزيراعظم، سپيکر او دوهم سپيكر لپاره د ووټ وركولو باور راكړے ۔ د زيارت په ورځ د حکومتي اتحادي ګوندونو پلاوي د اېم کيو اېم پاکستان پلاوي سره ليدلي۔ په ملاقات كوونكو كښې سردار اياز صادق، عليم خان، صادق سنجراني، يوسف رضا ګېلاني، خورشيد شاه، خالد مګسي شامل وو۔ د ملاقات نه وروستو سردار اياز صادق ووئيل حکومتي اتحاديانو د اېم کيو اېم پاکستان مشرانو سره ليدلي٬ اېم کيو اېم پاکستان وزيراعظم، سپيکر او دوهم سپيكر ته د ووټ وركولو باور راكړے او په يو ځائ د كار كولو د خوښي ئې څرګنده كړې ۔ ده ووئېل صدر او د سېنېټ چئيرمېن ووټونو لپاره به يو ځل بيا اېم كيو اېم سره كېښنو۔
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil