اسلام آباد۔13دسمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر ??ارف علوي د زینب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېکټ (زېډ اے آر آر اے) په اړه د اولسي شعور بېدارولو او د ماشومانو تحفظ لپاره په فعاله توګه د دې د نافذ كولو په حاجت زور راوړے دے ، د ټولو صوبو پوليس ??و د زېنب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېجنسۍ په شمول د ټولو همكارانو ترمينځه فعاله تړون او د معلوماتو په سمدستي توګه ګډول د بې دركه او تښتولے شوو ماشومانو په وخت درك لګولو او راخوشې كولو كښې مرست?? كولې شي۔ صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د شورؤ په ورځ ايوان صدر كښې د زېنب الرټ رسپانس اېنډ ریکوری اېکټ 2020 نفاذ په اړه د اړوندې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ د بشري حقونو سې??رټري د زینب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېکټ 2020 په اړه بشپړ پریزنټېشن وركړو۔ په غونډه كښې په ضلعي او كميونټي كچه پوليس ??فسرانو لپاره د تربیتی ماډیول په وضع?? كولو ات??اق وكړے شو دغسې چې د بې دركه شوو او تښتولے شوو ماشومانو زر تر زره درك لګولو او راخوشې كولو لپاره فوري او په وخت كاروائي كولو له هغوي خبر كړې شي
د ماشومانو تحفظ لپاره د زینب الرټ رسپانس اېنډ ریکوري اېکټ به په فعاله توګه نافذ كول او په دې اړه اولسي شعور بېدارول وي٬ صدر ډاكټر عارف علوي
Fortune Rabbit Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں