اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي پوپ فر??نسس سره ليدلي٬ په دې موقع د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ٬ امن او ورورولۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ داخله وزير هغه له د وزيراعظم لخوا د پاکستان دورې كولو بلنه هم وركره ٬ د دې په ځواب پوپ فر??نسس ووئيل زه به هڅه كوم چې ډېر زر د پاكستان دوره وكړم۔ د داخله وزارت وياند لخوا د جاري بيان له مخې محسن نقوي د اروپا دورې په مهال اټاليه ته رسېدلے او په وېټېكن سټي كښې ئې پوپ فر??نسس سره ليدل۔ په دې نه وړاندې وېټيكن سټي ته په رسېدو د داخله وزير محسن نقوي تود هركلے وشو٬ پوپ فر??نسس د جړانواله پېښې نه وروستو د كليسو جوړولو او بيا رغو??ې د كار ستائنه وكړه۔ په دې موقع پوپ فر??نسس ووئيل د پاكستان اولس لپاره زما پېغام د امن دے بايد مونږ په ګده امن لپاره كار وكړو۔ د فسلطين په صورتحال د خبرو په مهال پوپ فر??نسس ووئيل د فلسطين صورتحال د تشويش وړ دے۔ په دې موقع داخله وزير محسن نقوي د فلسطين په مسئله په موثره موقف خپلو د پوپ فر??نسس مننه وكړه۔ ده په دې موقع پوپ فر??نسس د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو او اقدامات نه خبر كړو۔ د پوپ فر??نسس د خدمات ستائنه كولو سره ده ووئيل په نړۍ كښې امن لپاره ستاسو خدمات د ستائنې وړ دي۔ د ملاقات په اخر كښې پوپ فر??نسس د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره دعا او د پاكستان اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔
د كورنيو چارو وزير محسن نقوي پوپ فرانسس سره وليدل
यूजी स्पोर्ट्स प्रतिष्ठित सट्टेबाजी मंच
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ