اسلام آباد۔30 اګست (اے پی پی) وزی??اع??م شهباز شريف په بنګله دېش كښې د راغلي سېلاب د لاسه په رامخې ته شوې تباهۍ د بنګله دېش حكومت او اولس سره خواخوږۍ ښكاره كړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزي??اع??م آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزي??اع??م شهباز شريف او د بنګله دېش حكومت چيف اېډوائزر پروفېسر محمد يونس ترمينځه ټېلېفوني خبرې وشوې۔ وزی??اع??م شهباز شریف پروفېسر محمد یونس ته د چیف اېډوائزر منصب په سنبالولو مب??ركي وركړه او د بنګله دېش سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې يۍ د ده د كردار ستائنه وكړه۔ ده په بنګله دېش كښې د اوسني سېلاب د لاسه په شوې تباهۍ د بنګله دېش حكومت او اولس سره غمرازي ښكاره كړه۔ وزي??اع??م په دې موقعه په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه همكارۍ زياتولو د لارې د دوه اړخيزه اړيكو لا پياوړتيا په اهميت زور راوړو۔ د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه د تاريخي ٬ مذهبي او كلت??ري رشتو ذكر كولو سره وزي??اع??م د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي اړيكو ٬ كلت??ري تبادلو او د اولس ترمينځه تړون ته په وده وركولو كښې خپله خوښي ښكاره كړه۔ دواړو لارښودو په دې خبره موافقه وكړه چې د پاكستان او بنګله اولس پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔ دوئي په دې هم موافقه وكړه چې پراخا سيمه ايزه همكاري د سوئيلي آسيا خلكو ژوند ښه كولو كښې مهم كردار ترسره كولے شي۔ پروفېسر محمد یونس په ټېلېفوني كال كولو د وزي??اع??م مننه وكړه۔
د وزيراعظم د سيلاب له امله په شوې تباهۍ بنګله ديشي حكومت اواولس سره خواخوږي
Electronic Probe Integrity Betting Platform
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں