اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اېف بي آر انفورسمنټ نظام لا ??عا??ه كولو پحقاله د جامع تګلارې جوړولو امر سره وئيلي دي اېف بي آر د هېواد په معيشت كښې ?? ملا د تير حېثيت لري، د نجي څانګې ودې ته حكومت پام لرنه كوي، ??عا??ه او خوشحاله نجي څانګه د هېواد معيشت لپاره ډېره ضروري ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د فېډرل بورډ آف ريونيو چارو پحقله د غونډې مشرۍ په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې ??فاقي وزيران احسن اقبال، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب٬ عبد العليم خان، مصدق ملك، وزير مملكت علي پروېز ملك، د وزيراعظم كوآرډينيټر رانا احسان افضل، اټارني جنرل منصور اعوان، د سټېټ بېنك ګورنر جميل احمد ، د اېف بي آر چيئرمېن راشد محمود لنګړيال او نور اړوند اعليٰ سركاري افسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې ?? اېف بي آر ټيكس وصولۍ انتظام پحقله د اېف بي آر هوم ګرون ټرانسفارمېشن پلان اصولي منظوري وركړې شوه ٬ وزيراعظم غونډې ته خپلې وېنا كښې ??وئيل اېف بي آر د هېواد په معيشت كښې ?? ملا د تير حېثيت لري٬ د اېف بي آر ډيجيټائزيشن د حكومت مهمو معاشي اصلاحاتو كښې ډېر اهميت لري٬ وزيراعظم ووئيل په محصولات كښې ??هترۍ سره به اولس ته د خدمات وركړې او په سماجي څانګه كښې ??هتري راشي۔ وزيراعظم ووئيل د اېف بي آر د انفورسمنټ نظام بهترول د وخت مهم ضرورت دے٬ وزيراعظم په دې لړ كښې ??ېف بي آر انفورسمنټ نظام لا ??عا??ه كولو پحقله د جامع لائحه ترتيبولو امر هم وكړو۔ ده د اېف بي آر د ټرانسفارمېشن پلان ستائنه كولو سره ووئيل ښه ټېكس وركوٶنكي د اېف بي آر په ټرانسفارمېشن پلان مشارت لپاره راوبللئ او د هغوي نه تجويزونه واخلئ۔ وزيراعظم د اېف ںي ار ټرانسفارمېشن پلان پحقله ټولو اړوندو شراكتدارو سره لا مشاورت او اېف بي آر له د دوي په تجويزونو عملدرامد لپاره اړوندو سركاري څانګو كښې په ګډه د تفصيلي تبادلو منظوري ترلاسه كولو امر هم وكړو٬ د نجي څانګې اهميت رامخې ته كولو سره وزيراعظم ووئيل د نجي څانګې وده په حكومتي ترجيحاتو كښې ??امل ده٬ ??عا??ه او خوشحاله نجي څانګه د هېواد معيشت لپاره ډېره ضروري ده۔ وزيراعظم د اېف بي آر د ټولو منصوبو د تهرډ پارټۍ آډټ كولو تاكيد او د قاچاق مخنيوي پحقله د اقدامات ګړندي كولو امر هم وكړو۔ دغسې د غونډې ګډون كوٶنكو ته د اېف بي آر په ټرانسفارمېشن پلان تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول په اېف بي آر پلان كښې ?? انفارميشن ټيكنالوجۍ موثر استعمال، د ټيكس وصولي ښه كولو لپاره ايماندارۍ سره د كاركردګۍ څرګندونه كوٶنكو چاراوكو او عملې ډاډګيرنه او د ټېكس قوانين نفاذ ښه كولو په اړه جامع لائحه شامله ده۔ دا پروګرام د اېف بي آر افسرانو او پوهانو د اېف بي آر چيئرمېن سره په ګډه په تېرو څلوېښتو ورځو كښې ??رتب كړے دے۔ غونډې ته ووئيل شول دې پروګرام سره به د معاشي ترقۍ سفر كښې ?? كوم خنډ نه غېر په ښه ډول زيات ټېكس جمع كړے شي او د هرې طبقې برابر ټېكس وركوونكو ته به نورې آسانۍ وركولې شي٬ د تجويزونو له مخې په وخت پورا ټېكس نه ادا كوٶنكو او په فراډ كښې ?? ككړو كسانو په ضد سخت اقدامات او په كاروبار بندېز لګېدے شي چې ورسره به په ټولنه كښې ?? ټېكس د غلا رجحان لاره ونيولې شي٬ دې اقدامات نفاذ به د ګوډ ټېكس فيډز سره د مشاورت نه پس كېږي۔ په غونډه كښې ?? اېف بي آر د ټيكس وصولۍ انتظام پحقله د اېف بي آر هوم ګرون ټرانسفارمېشن پلان اصولي منظوري وركړې شوه٬ دا پلان د وزيراعظم په امر اېف بي آر د هېواد نورو معاشي او ټيكنالوجي پوهانو سره په ګډه ٬ د تېرو 25 كالو د ټېكس وصولۍ تفصيلي تجريې نه وروستو ترتيب كړے٬ د اېف بي آر ټرانسفارمېشن پلان له مخې به د اېف بي آر آډټنګ استعداد زيات كړے شي٬ په وړومبي پړاٶ كښې ??ه هېواد ته 32 فيصده ټېكس ريونيو وركوٶنكې لارج ټيكس پيئرز يونټ او كراچۍ كښې ?? ښې ??ار كردكارګۍ لرونكې ديانتدار افسران تعيناتول باوري كولې شي او دي ته به خپل كار لپاره د آډيټرز او ماهرينو خدمات ترلاسه وي٬ د ښې ??اركردګۍ افسرانو او عملې ته به اعزازيه هم وركولې شي او ډېره په لږه موده كښې ??ه دا ماډل په ټول هېواد كښې ??افذ كولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول د اېف بي آر افسرانو ته به د كامن ټرينګ او سپيشلائزډ ټريننګ پروګرامز نه وروستو د اېوارډ غوره پوهنتونونو څخه پروفيشنل ډګري پروګرام ترسره كول وي۔ غونډې ته ووئيل شول د كسټم ډيوټي د غلا لاره نيولو لپاره اپريزمننټ او انفورسمنټ دا پروګرام تشكيل كړے شوے چې په نتيجه كښې ??ه ئې اپريزر او انسپكټر ته به د وړاندې نه د خپل اسائنمنټ معلومات نه وي او د كار په مهال به د دوي د كېمرو د لارې نګراني هم كېږي٬ د كسټمز انسپكټرز به د ښې ??اركردګۍ ډاډګيرنه او په تاخيري خربو او په بدعنوانۍ سختې سزاګانې وركولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول د قاچاق مخنيوي لپاره د اېف ډبليو او معاونت څخه د نوو پوستو جوړولو پرېكړه هم شوې ده۔
وزيراعظم د اېف بي آر انفورسمنټ نظام لا فعاله كولو لپاره د جامع تګلارې ترتيبولو امر وكړو٬ د ادارې د ټرانسفارمېشن پلان اصولي منظوري وركړې شوه
इलेक्ट्रॉनिक पीपी आधिकारिक मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ