اسلام آباد 06 دسمبر(اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان او سفيران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د هېواد تل پاتي پرمختګ او خوشحالۍ لپاره معياري تعليم ضر??رې دے۔ده د پاكستان سكاؤټس كيډټ كالج بړاسي كښې كلنه د مور پلار دستورې ته خطاب كولو په مهال ووئيل هېواد د ترهه ګرۍ پشمول بېلو چېلنجونو سره مخ دے د ك??مو مقابله به چې په اجتماعي هڅو كولې شي۔ده ووئيل پاكستان د ټولو قدرتي وسائلو څخه ډك هېواد دے او مونږ له كاميابۍ ترلاسه كولو او د هېواد خوشحالۍ لپاره په اجتماعي توګه د كار كولو ضر??رت دے۔ده ووئيل د كال 2005 تباهي كونكې زلزله وي٬ د 2010 سېلاب وي يا د ترهه ګرۍ مسئلې٬قام په ټولو چېلنجونو قابو موندلو لپاره تل د اتحاد څرګندونه كړی۔وفاقي وزير د پاكستان پرمختګ كښې د ك??ډټ كالج بړاسي د پاس آؤټ شوو زده كوونكو د تعليمي هلو ځلو او كردار ستائېلو سره ووئيل زده كوونكي د پاكستان سباؤن دے ځكه چې هغوي به د سباؤن ذمه وارۍ سنبهالوي۔ده په مور پلار زور راوړو چې هغوي محفوظ او روښانه سباؤن لپاره د خپلو بچو تعليمي كاركر??ګي??لوبې او په روزمره كارونو نظر اوساتي۔انجينئر امير مقام ووئيل په سوشل مېډيا جعلي او ګمراه كوونكو خبرونو د لارې يو څو كسان پروپیګنډا كوونكي د خپلې ګټې لپاره د ځوانانو ګمراه كولو هڅې كوي خو دا منفي عناصر به خپل ناوړه عزائم كښې كامياب نه شي۔ده ووئيل شهيدان زمونږ اتلان دي او د هغوي د قربانو په سبب نن مونږ د ك??مې يرې نه غېر ژوند تېروو۔انجينئر امير مقام ووئيل كيډټ كالج بړاسي يوه اعلٰی تعليمي اداره ده چرته چې د پاكستان ټولو صوبو او آزاد كشمير زده كوونكي معياري تعليم ترلاسه كوي۔ده ووئيل د پخوانۍ فاټا خلقو د پاكستان لپاره عظيمې قربانۍ وركړي٬په كالج كښې د هغوي كوټه به برقرار وي۔وفاقي وزير د كالج انتظاميې ته هدايت وكړو چې هغوي عملي كار پیل كولو څخه وړاندې وړومبې د مطلوبه پر??ژې پي سي ون جوړ كړي۔د دې څخه وړاندې د كالج پرنسپل د هر كلي خبرې وكړې او د والدين ورځې په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه په ګډون يې د وفاقي وزير مننه وكړه۔په دستوره كښې د فيكلټۍ غړو٬زده كوونكو او والدين په ګڼ شمېر كښې ګډون كولو۔
تل پاتي معاشي پرمختګ او خوشحالۍ لپاره معياري تعليم ضرورې دے۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام
Tomb of Treasures Integrity Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج