اسلام آباد۔28 دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د وف??قي ر??غت??نونو پاتې 37 ملازمينو ته د كورونا هېلت رسك الاؤنس وركولو امر توثيق كولو سره رسك الاؤنس وركولو له د تازه سمرۍ پي اېم سېكرترېټ ته د لېږلو حكم په ځائې ساتلے دے۔ د شورؤ په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د وف??قي محتسب د حكم په ضد د ملي ر??غت??ا خذماتو وزارت اپيل مسترد كړې دې۔ د نېشنل انسټی ټیوټ آف ری هېبلی ټېشن مېډیسن (نِرم) او فېډرل ګورنمنټ سروسز ر??غت??ن 37 ملازمین نان کلینیکل ګرځولو سره دوئي الاؤنس څخه محروم كړې شوې وو٬ مقبول احمد او نورو شكايت كوؤنكو د الاؤنس په نه ترلاسه كېدو وف??قي محتسب ته شكايت كړې وو۔ د دوئي دريځ وو چ?? د ??حكمو د مشرانو په هدايت د ځان د خطرې باوجود مونږ د كورونا وبا په مهال خپل فرض ترسره كړې٬ يو شمېر ملازمينو ته كورونا رسك الاؤنس وركړې شو او مونږ سره امتيازي سلوك وكړے شو۔ د پرېكړې له مخې د تېر كال اګست مياشت كښ?? د ??ف??قي سركاري ر??غت??نونو طبي عملې ته په دې لړ كښې فنډز وركړې شول۔ په دغه مهال 37 ملازمین نان کلینیکل ګرځولو كېدو سره الاؤنس څخه محروم وساتلې شؤ۔ په پرېكړه كښې وئ??لې شوې وو چې کلینیکل او نان کلینیکل عمله په يو ډول چاپېرچل كښې كار كوي۔ اېګزېکټو ډائریکټر د ایجنسۍ پاتې 37 ملازمینو ته د الاؤنس وركولو سپارښتنه وكړه۔ صدر مملكت د ر??غت??ا وزارت اپيل د بد انتظامۍ په ثابتېدو مسترد كړو۔
صدر مملكت د وفاقي روغتون 37 ملازمينو ته د كورونا هېلت رسك الاؤنس وركولو امر توثيق كړو
Immortal Way Buffalo APP game platform download
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا