اسلام آباد 08فروری(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چ?? داسې پبلك سېكټرانټرپرائزز د كومو د نجكارۍ سفارش چې نجكارۍ بورډ كړی دې د هغې د نجكارۍ عمل دے لا تند كړے شي٬د نجكارۍ په عمل كښې سپيځلتيا وړومبۍ ترجيح پكار ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پبلك سيكټر انټرپرائزز نجكارۍ په اړه د مهمې جاج اخستو غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د پبلك سېكټر انټرپرائزز نجكارۍ عمل د رفتار جاج واخستې شو۔ په غونډې كښې ګډون كونكو سره خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې حكومت د پبلك سېكټر انټرپرائزز نجكارۍ عمل ډاډګيرنه كوي۔ده هدايت وكړه چې داسې پبلك سيكټر انټر پرائزز د كومو د نجكارۍ سفارش چې نجكارۍ بورډ كړې دې د هغې د نجكارۍ عمل دې لا تند كړې شي دغسې چې دا عمل په سپيځلې ډول او دنړيوال بېسټ پريكټسز په رڼا كښې بشپړ كړے شي۔ په غونډه كښې د خزانې وفا??ي وزير سېنېټر اسحاق ډار٬د توان وفا??ي وزير انجينئر خرم دستګير٬د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه٬د پېټرو??يم وزيرمملكت مصدق ملك٬د وزيراعظم خاص مرستيال محمد جهانزېب خان او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو
د نجكارۍ بورډ سفارش كړې شويو ادارو نجكارۍ عمل دې تند كړے شي۔ د وزيراعظم وزيراعظم شهباز شريف
Red Line Sprint APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب