اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) پخواني وزیراعظم او ?? قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع استاذانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د مهذبې او تعلیم یافته ټولنې په ت??می?? كښې د استاذانو کردار بنیادی اهمیت لري ، درس او تدریس پیغمبری شیوه ده،دې څانګې سره تعلق لرل د سعادت او اعزاز خبره ده،لوي څښتن انسانان د جهالت د تيارو څخه وېستلو او د انسانیت ښېګړې لپاره انبیاء کرام رالېږلې دي كومو چې د درس او تدر??س د لارې انسانیت د جهالت څخه وېستلو نه آسمان ته رسولے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع په خپل يو پیغام كښې كړې ده كومه چې هر كال په 5 اکتوبر په ټوله نړۍ كښې په ادب او احترام سره لمانځلے كېږي۔?? قامی اسمبلۍ سپیکر ووئيل استاذان ?? قام معماران دي كوم چې د ځوان نسل ذهنی روزنه كښې په زړه پوړۍ كردار ترسره كوي۔ده ووئيل زمونږ مذهب د علم ترلاسه كولو ته اهميت وركوي او د استاذانو د ادب او احترام تلقین کوي۔ده ووئيل استاذانو له ??سلام د روحانی مور او پلار درجه وركړې ده لهذا د هغوې عزت او احترام په موڼږ ټولو واجب دے۔ده د استاذانو نړيوالې ورځ په موقع استاذانو ته سلام كولو ك??ې ووئيل نن چې مونږ څه هم يو د خپلو استاذانو په سوب يو۔
د مهذبې او تعلیم یافته ټولنې په تعمیر كښې د استاذانو کردار بنیادی اهمیت لري،د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع پیغام
Scroll Love Roll Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن