مظفرآباد۔15دسمبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي كشمير كله د هند برخه پاتې شوې او نه به شي٬ د هند سپريم كورټ د كشميري ??ولس د آزادۍ تحريك ختمولے نه شي٬ دا ډول پرېكړې او قوانين زمونږ په نزد هېڅ حېثيت نه لري په كومو كښې چې كشميري ??ولس ته كوم اختيار وركړے شوے نه وي ٬ د كشمير د ازادۍ تحريك په اړه به د كشميري مشرتابه په مشاورت سره تګلاره وضعه كوؤ٬ د كشميري ??ولس د خپلواكۍ حق منلے شوے دے۔ د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د آزاد كشمير دورې په مهال كشميري ??و حريت لارښودو سره ملاقاتونه وشول۔ زده كوؤنكو او كابينې سره هم خبرې وشوې چې ورسره د وضعې په ښه ډول د جاج اخستو موقع ترلاسه شوه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزیراعظم ووئيل د مقبوضه كشمير په اړه كومه يو اړخيزه پرېكړه كه هغه د كوم قانون ٬ اسمبلۍ يا عدالت لخوا وي په هېڅ صورت د قبلولو نه ده او نه يۍ كوم اهميت شته۔ دا ډول پرېكړې او قوانين زمونږ په نزد هېڅ حېثيت نه لري په كومو كښې چې كشميري ??ولس ته كوم اختيار وركړے شوے نه وي۔ ده ووئېل مونږ به د يو ل??كه شهيدانو قربانۍ هېرې كړو او نه به د ظلم او جبر په وړاندې سر ټيټ نه كړؤ٬ ده ووئېل د كشمير د حريت لارښود دې په سمدستي توګه خوشې كړے شي٬ كشمير كله د هند برخه پاتې شوې او نه به شي۔ ده ووئيل هند دې د ملګرو ملتونو د انتظام لاندې د يو عبوري ??نتظام په حد كښې پاتې شي او دغې حد نه دې تجاوز ونه كړي۔ د مقبوضه كشم??ر حتمي پرېكړه به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادو??و له مخې كېږي په كومو كښ چې د كشميري ??ولس د خپلواكۍ حق تسليم كړے شوے دے٬ ده ووئېل كومه اسمبلي او عدالت د كشميري ??ولس پرېكړه كولې شي او نه به اوكړي۔ پاكستان به د كشمير مقدمه تر ټولو وړاندې مخ په وړاندې بيايي٬ مونږ به د خپلې خاورې او د خپلو خلقو په زړه پورې وكالت كوؤ٬ پاكستان د مقبوضه جموں وكشمير اولس خپل پوټېنشل سیټیزن ګڼي٬ ده ووئېل دا د سباؤن پاكستاني وګړي دي ٬ مونږ به د دوئي د حقو??و له مينځه وړلو چاته اجازه ورنه كړؤ ٬ په دې لړ كښې چې څه هم ممكن وو هغه به كوؤ او په دې لړ كښې زمونږ د كشميري مشرتابه سره اوږد مشاورت شوے په كوم كښې چې په بېلو وړاندېزونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل خارجه وزارت او مشنز به متحرك تر نظره شي٬ د كشميري مشرتابه مرسته او ل??رښودنه به ترلاسه كوؤ۔ د آزاد کشمیر كابينې سره د معاشي پېكج او بېلو منصوبو په اړه هم خبره وشوه۔ ده ووئېل پرمختيائي منصوبو لپاره كابينه كمېټي جوړه كړې شوې ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل د كشميري ??ولس خپل تحريك سره تړون منلے شوے دے٬ كشميرے اولس مېړنے او عزم لرونكے دے۔ كشميرے اولس به كله هم د خپلو نزدې يو لكه شهيدانو ، د مېرمنو سپكاوي ٬ 15 زره جبری بې دركۍ ٬ اجتماعي قبرونه او ظلم او زياتې هېرولو سره په قلار نه كښېني۔ هند به په مقبوضه كشمير خپل تسلط برقرار ساتلو كښې ناكامۍ سره مخ شي۔ ده ووئېل نړۍ د كشمير په اړه د هند دريځ نه مني۔ د پاكستان 24 كروړه اولس كشميريانو سره ولاړ دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل راځۍ چې به نوي قوت سره په ګډه كشمير لپاره كار وكړؤ او په ګډه يو متفقه تګلاره وضعه كړؤ
كشمير كله د هند برخه پاتې شوې ٬ نه به شي٬ د هند سپريم كورټ د كشميري اولس د آزادۍ تحريك ختمولے نه شي٬ نګران وزيراعظم
Mafia Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے