اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) نګران وزیرِ اعظم انوار الحق کاکړ کراچي ال??کټ??ك ته د پېښو مسئلو په ت??جی??ی بنیادونو د حل كولو سپارښتنه كولو سره وئيلي چې نګران حکومت په خپله لنډه موده كښې معاشی استحکام لپاره يو شمېر پخوانۍ مسئلې حل كړې دي، هې??اد كښې بهرنۍ سرمایه كارۍ لپاره نړيوالو سرمایه كارو او كاروباري ورورولۍ له ټولې آسانۍ برابرولو ته خاص پام ګرځولے شوے دے۔ جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده کراچي ال??کټ??ك سره د اړوندو بېلو چارو د جاج اغستو غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د توان وفاقی وزیرِ محمد علی، اړوندو اعلیٰ چارواكو او د کے الیکټرك چیف ایګزیکټو آفیسر ګډون وكړو۔ د کراچي الیکټرك پلاوي د کراچي الیکټرك پخوانۍ مسئلې په حل كولو د وزیر اعظم او د هغه د ډلي مننه وكړه۔ وزیراعظ?? سپارښتنه وكړه چې کراچي الیکټرك ته پېښې پاتې مسئلې به هم په ت??جی??ی بنیادونو حل كړې شي۔ده ووئيل نګران حکومت په خپله لنډه موده كښې هې??اد معاشی استحکام پلو روانولو لپاره پخوانۍ مسئلې حل كړې دي۔ده ووئيل هې??اد كښې بهرنۍ سرمایه كارۍ لپاره نړيوالو سرمایه كارو او كاروباري ورورولۍ له ټولې ممكنه آسانۍ برابرولو ته خاص پام ګرځولے شوے دے۔ ده وئيل نګران حکومت به تر وروستۍ ورځې د هې??اد معیشت ته د پېښو مسئلو حل كولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔ وزیرِاعظم تېره ورځ د نېشنل ټرانسمیشن او ډسټری بیوشن کمپنی (این ټی ډی سی) او کراچي الیکټرك (کے۔ای) ترمينځه د انټرکنکشن په لوظنامه لاس ليك خوشبينه وګرځولو۔ د کراچي الیکټرك سی ای او د حکومت د اړخه کمپنۍ ته د پېښو مسئلو په ت??جی??ی بنیادونو حل كولو نګران وزیرِ اعظم او حکومتی اهلکارو ته پيرزوئنې ډالۍ كړې۔ وزیرِ اعظم ووئيل پاتې مسئلې حل كولو سره حکومت د کراچۍ وګړو ته له كوم تعطل پرته د برېښنا وركولو لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو ته چمتو دے۔ غونډې ته د کراچي ال??کټ??ك مسئلو او د هغې حل كولو لپاره تجاویز وړاندې كړې شول۔ وزیرِ اعظ?? سپارښتنه وكړه چې نېپرا او کراچي ال??کټ??ك دې په ت??جی??ی بنیادونو په ګډه د دې مسئلو حل ولټوي او په دې لړ كښې دې زر تر زره رپورټ وړاندې كړې شي۔
د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ کراچي اليکټرك ته د پيښو مسئلو په ترجیحی بنیادونو د حل كولو سپارښتنه
Rise of Asgard Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات