اسلام آباد 22 مئی (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د کیپټل روغتون ایمرجنسي بلاك او لیب اپ ګریډ کولو اعلان کولو سره د سي ډي اے چئیرمېن او چیف کمشنر اسلام آباد څخه ماسټر پلان غوښتے دے ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شورو په ورځ د کیپټل روغتون دوره وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی روغتون كښې د درملنې آسانيو جاج واغست۔ د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی ووئيل کیپټل روغتون كښې د آپریشن تھیټرز پشمول د درملنې آسانۍ به زياتولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ایمرجنسي بلاك او واررډ كښې د اخلو رن??ورانو تپوس پوښتنه وكړه او هغوې څخه ئې د درملنې اسانيو په اړھ ځان خبر كړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ډاکټرانو سره هم ملاقات وكړو او د هغوې د مسئلو په اړه ئې پوښتنه وكړه۔ وفاقي وزير رن??ورانو څخه د ويړيا داروګانو او ټیسټ آسانيو په اړه هم پوښتنه وكړه۔ دغسې ده د ډائیلسز یونټ ۔ واټر پلانټ او نور وارډز معائنه هم وكړه او د ډائیلسز کوونكو رن??ورانو ریکارډ ئې وكتلو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د لانډري روم او صفائي صورتحال هم جاج واغست ۔ ده د اېم آر آئی۔ سی ټی سکین۔ ایکسرے او انجیو ??را??ی روم څارنه هم وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير میډیکل بلاك كښې د بستر رن??ورانو سره ملاقات کښې هغوي څخه د طبي آسانيو په اړه پوښتنه وكړه۔ دغسې وفاقي وزير د ډاکټرانو د اړخه په چیك اپ نه کولو د يوې مشرې د ګيلې نوټس نوټس اغستو سره ایګزیکټو ډائریکټر ته په خپله ن??را??ۍ كښې د ميرمن د درملنې كولو سپارښتنه وكړه۔د كورنيو چارو وزير ووئيل په 500 كټونو مشتمل دا روغتون به ښه كولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقی سیکرټري خرم آغا۔ د سي ډي اے چئیرمېن او چیف کمشنر اسلام آباد محمد علی رندھاوا، ایګزیکټو ډائریکټر کیپټل روغتون هم په دې موقع موجود وو۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د کیپټل هسپتال ایمرجنسي بلاك او د لیب اپ ګریډ کولو اعلان
Elf's 3 Wishes Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔