کراچۍ 07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اېف بي آر چيئرمېن ته د پاکستان په بندر ځايونو په ترجيحي بنيادونو جديد ترين اسکينرز لګولو سپارښتنه كولو سره وئيلي چې کسمټز چارواكي دې د پورټ چارواكو سره په ګډه د بندر ځايونو ا??تعداد څخه بشپره استفاده كولو لپاره زر تر زره اقدامات باوري كړي ۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف هيچي سن پورټ، ساؤتھ ايشين پاکستان ټرمينل دوره وكړه۔په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د ټرمينل آپريشنز په اړه ??ريفنګ وركړې شو ،بريفنګ په مهال ووئيل شول چې کراچۍ كښې هيچھيسن پورټ، ساؤتھ ايشين پاکستان ټرمينل د نړۍ په ژورو اوبو كښې موجود ټرمينلز كښې يو دې ،پورټ ټرمينل په جديد ډول چلولې كېږي چې پكښې زياتره آپريشنز خودکار دي ،په پورټ ټرمينل جديد ټيکنالوجي او ا??کينرز لګولې شوي۔وزيراعظم د پورټ ټرمينل استعداد په اړه ??برولو سره ووئيل چې پورټ د 35 لکهه کنټينرز د كال تګ راتګ صلاحيت لري۔اېف بي آر د اړخه په بندر ځايونو جديد اسکينرز لګولو عمل حتمي پړاؤ كښې دے۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل پورټ ټرمينل آپريشنز د نړيوال معيار له مخې دې ، وزيرِ اعظم هيچھيسن پورټ، ساوتھ ايشيئن ټرمينل جديد آپريشنز وستائل ، وزيراعظم محمد شهباز شريف د اېف بي آر چيئرمېن ته د پاکستان په بندر ځايونو په ترجيحي بنيادونو جديد ترين اسکينرز لګولو سپارښتنه وكړه، وزيراعظم ووئيل کسمټز چارواكي دې د پورټ چارواكو سره په ګډه د بندر ځايونو ا??تعداد څخه بشپره استفاده كولو لپاره زر تر زره اقدامات باوري كړي?? ده ووئيل حکومت د سيمې نورو هېوادونو او په خاص توګه مينځني اسياﺀ رياستونو لپاره لنډ او موزون سمندري راهداري وركولو په اړه ?? پاکستان د بندر ځايونو پرمختګ له ګامونه پورته كوي۔ وفاقي وزيران محمد اورنګزيب، عطا تارړ ، جام کمال خان ،قيصر احمد شيخ، احد خان چيمه ٬ د سند?? ګورنر کامران خان ټيسوري، د سندھ وزيراعلي سيد مراد علي شاه، د اېف بي آر چيئرمېن او اړوند اعلي چارواكي هم د وزيرِ اعظم سره وو۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف هيچي سن پورټ، ساؤتھ ايشين پاکستان ټرمينل دوره ، د اېف بي آر چيئرمېن ته د پاکستان په بندر ځايونو په ترجيحي بنيادونو د جديد اسکينرز لګولو سپارښتنه
HB Electronic Honest Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : راکی