بيجنگ/اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات، نجکاري او سرمايه کاري بورډ وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي دي پاکستان او چين به په ګډه د اېم اېل ون، اېم-6 او اېم-9 په منصوبو كار كوي٬ پاکستان كښې به په قراقرم هائي وے ا?? کاغان ناران څخه تر بابو سر ټاپ ټنل هم جوړولې شي۔ د مواصلات وزارت لخوا د جاري اعلاميه له مخئ وفاقي وزير په نړيوال كنفرنس كښې ګډون لپاره بيجنګ ته رسېدلے ا?? د چين د ټرانسپورټ وزير لي ژيا??ين?? سره ئې ليدلي٬ دواړو ??لو د پاك چين شريكو اړيكو په اړه د خيالاتو څرګندونه كړې۔ په دې موقع د پاکستان سفير خليل هاشمي او سينئر افسران هم موجود وٶ۔ دغسې پاك چين وزيران په څلورو لويو منصوبو په شريكه توګه كار كولو ته هم صلاح شول ٬ د دواړو وزيرانو ترمېنځه د سي پېك منصوبې د “مسنګ لنك” په ??ر سره كولو هم خبرې وكړې۔ د دې نه وړاندې چين ته په رسېدو د چين د ټرانسپورټ وزير لي ژيا??ين?? د وفاقي وزير عبدالعليم خان تود هركلے وكړو
پاکستان او چين به په ګډه د اېم اېل ون، اېم-6 او اېم-9 په منصوبو كار كوي۔ د وفاقي وزير عبدالعليم خان د چين ټرانسپورټ وزير سره ملاقات
Electronic probe
مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا