اسلام آباد۔5 نومبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د معيشت او سرمايه كارۍ په اړه مثبتې اشارې او موقعې ترلاسه كيږي٬ دې څخه استفاده مونږ پورې اړه لري ، پاليسي ريټ كميدو سره به د پورونو په حجم كښې ښكاره كمے رامخې ته شي ٬ په پاور سيكټر كښې اولس ته ريليف وركولو له لويې “ونټر پېکج” راوړلے شي٬ معيشت ته وده وركولو سره روزګار او برآمدات زياتول دي او پاكستان په خپلو پښتو اودرول دي٬ زما د دورې په تناظر كښې پاكستانے پلاوې سع??دي عربستان ته روان شوے دے۔ د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډه كښې خپلو خبرو كښې وزيراعظم شهباز شريف ??وئ??ل مرکزی بېنک تېره ورځ په پالېسي رېټ كښې دوه نيم فيصده كمے كړے ، چې ورسره زمونږ پالېسي رېټ 22 فيصده څخه 15 فيصد ته راغلے۔ وزیراعظم ??وئ??ل په پالېسی رېټ كښې كمي سره به پېداواري صلاحيت زيات شي٬ كه دغسې روان پاتې شوو نو زمونږ معيشت به مستحكم شي او تندۍ سره به پرمختګ وكړي۔ وزیراعظم كابينې ته ??وئ??ل تېره ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې څخه وروستو پاكستانے پلاوې زما د سع??دي عربستان دورې په تناظر كښې سع??دي روان شوے۔ د ورور اسلامي هېواد سع??دي عربستان او قطر دوره زياته ګټوره او تعميري وه۔ سع??دي ولي عهد په ملاقات كښې پاكستاني اولس لپاره د ??ېك?? هيلو څرګندونه كولو سره په تندۍ سره د پرېكړو كولو په حاجت زور راوړے۔ تېره ورځ مونږ هم د دغې په رڼا كښې پېشرفت كولو سره خپل پلاوې سع??دي عربستان ته ولېږلو۔ د دې دورې په مهال به د شمسي توان ٬ هنرمند آفرادي قوت او د كان كنۍ څانګو سره په اړوندو چارو غور كولې شي۔ وزيراعظم ??وئ??ل سع??دي عربستان او قطر د هنرمنده ځوانانو لارې څاري ٬ په خاص توګه د آئي ټي په څانګه كښې زياتو كسانو ته اړتيا ده۔ ده هيله ولرله چې د آئي ټي وزارت به په دې لړ كښې بشپړ كار وكړي او ځوانانو ته به په زړه پورې موقعې ترلاسه شي۔ وزیراعظم ??وئ??ل په بزنس ټو بزنس لوظنامو پېشرفت شوے ۔ مونږ له به په دې تندۍ سره كار كول وي۔ وزيراعظم ??وئ??ل آذربائیجان سره د 2 اربه ډالر په اېم او يوز د وړاندې تللو وخت راغلے دے۔ د آذربائیجان صدر د پېشرفت پېغام رالېږلے دے٬ په دې به مونږ زر تر زره عملدرآمد كوؤ۔ وزیراعظم ??وئ??ل د معيشت او سرمايه كارۍ په اړه زياتې مثبتې اشارې ترلاسه كيږي٬ اوس دا مونږ پورې اړه لري چې مونږ دې موقعو څخه څومره استفاده كولې شوو۔ وزیراعظم ??وئ??ل په پالېسي رېټ كښې كمي سره به د پورونو په حجم كښې د 1300 اربه روپو كمے راشي او په راتلونكو وختونو كښې به مالياتي ګنجائش ترلاسه شي۔ ده ??وئ??ل كه مونږ په ګډه خواري وكړؤ نو پاكستان به ضرور كاميابي ترلاسه كړي۔ وزیراعظم هدايت و??ړو چې د كاروباري خلقو دې عزت او ډاډګيرنه وكړې شي ، دې سره به معيشت مضبوط شي۔ وزیراعظم ??وئ??ل په پاور سېکټر كښې “ونټرپېکج” راوړل دي۔ عام وګړي ته ريليف او معيشت ته وده وركول دي۔ د روزګار موقعې او برآمدات زياتول دي۔ پاكستان به په خپلو پښتو اودرول وي۔ دا اوږد او سخت سفر دے خو هغه قامونه مخ په وړاندې تللو سره كاميابۍ ترلاسه كوي كوم چې د حالاتو د مقابلې كولو پرېكړه وكړي او پاك پروردګار بيا دغې قامونو ته كاميابۍ وركوي۔
پاليسي ريټ كميدو سره به د پورونو حجم كښې ښكاره كمے رامخې ته شي ٬ په پاور سيكټر كښې اولس ته ريليف وركولو له لويې “ونټر پېکج” راوړلې شي: د وزیراعظم شهباز شریف د وفاقی کابینې غونډه كښې خبرې
Hell Hot Entertainment Reliable Entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری