واشنګټن۔24 اکتوبر(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان د لكھونو په شمېر سېلاب ځپليو ته د څښلو پاكو اوبو رسولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د څښلو پاكو اوبو كمي او په ځپليو سيمو كښې د سېلاب د اوبو ودرېدو د لاسه رامخې ته شويو رنځونو د سېلاب ځپليو ستونزې سوا كړي دي۔ ده د سولر واټر پلانټس د لارې د څښلو پاكو اوبو رسولو له د كار كوؤنكي امريكائي فلاحي تنظيم هیومن نېسیسټی فاؤنډېشن (اېچ اېن اېف) لخوا فنډ رېزنګ دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل د سېلاب ځپليو بحالۍ او د بيا ودانۍ كارونو كښې پاكستان د نړيوالې ور??رو??ۍ فوري او پرله پسې ??رس??ې ته اړتيا لري۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه 3 کروړه 30 لکه نه زيات كسان ځپلې شوي دي كوم چې د امريكائي رياست كېلېفورنيا د آبادۍ نه زيات دي او د پاكستان 95 زره سكوائر ميل رقبه په سېلاب كښې ډوبه شوې ده كومه چې د امريكائي رياست كولوراډو سيمې څخه زياته ده په دې كښې 66 لكه وګړي فوري پام او ??رس??ې ته اړتيا لري۔ ده په ??رس??ه كولود ملګرو ملتونو ٬ نړيوالې ورورلۍ او د امريكائي حكومت مننه وكړه۔ پاكستاني سفير ووئيل دا مهال حقيقي چېلنج د سېلاب ځپليو د روزګار بحالي او بيا وداني ده كوم لپاره چې مونږ د ملګرو هېوادونو ٬ شتمن حضراتو او په خاص توګه د امريكائي كميونټۍ پرله پسې ??رس??ې ته اړتيا لرؤ كومو چې په هر سخت و خت كښې د پاكستان ??رس??ه كړې ده۔
د لكھونو په شمېر سېلاب ځپليو ته به د څښلو پاكې اوبه رسول وي ٬ د سفير مسعود خان فنډ رېزنګ دستورې ته خطاب
Baccarat 1 Online Game
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل