بيجنګ 01 نومبر (اے پي پ??) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين په دوه ورځنۍ دوره بيجنګ ته رسېدلے دے ٬ د نهې په ورځ د بېجنګ په هوائي مېدان د چين لوړ پورو د وزيراعظم محمد شهباز شريف تود هركلے كړے٬ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري، د خزانې وزير اسحاق ډار، وفاقي وزير مولانا اسعد محمود، احسن اقبال، د اطلاعات وزيره مريم ??ور??ګزېب، خواجه سعد رفيق، چوهدري سالک حسېن، سردار اسرار ترين، خاص مرستيال طارق فاطمي، س??د فهد حسېن، ظفر الدين محمود، جهانزېب خان او د سندھ وزيراعلٰې سيد مراد علي شاه هم وزيراعظم سره ملګري دي٬ د اپرېل په 11مه نيټه د وزيراعظم جوړېدو نه پس د شهباز شريف دا د چين وړومبۍ دوره ده او دوي دا دوره د چين د رياستي كونسل لي کي چيانګ په بلنه كوي٬ د چين د کميونسټ پارټۍ شلم نېشنل كانګرېس تاريخي تابيا او د صدر شي جن پنګ په درېم ځل عمومي سېكتر منختب كېدو نه پس د وزيراعظم شهباز شريف د چين دوره كونكے وړومبے لارښودو كښې شامل دے۔ وزيراعظم شهباز شريف دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قيادت په كچه د پرله پسې رابطو كړۍ ده۔ وزيراعظم شهباز شريف به د دورې په مهال صدر شي جن پنګ سره ملاقات كوي او دواړو هېوادونو وزيراعظمانو ترمېنځه د پلاويو په كچ به خبرې اترې كوي٬ د دواړو هېوادونو مشران به د ستراتېژك كواپرېشن پارټنرشپ جاج اخلي٬ د دورې په مهال به په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه كېږي٬ د دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه اېجنډ پېش??فت متوقع دے٬ د دورې په مهال د تفاهم په يو شمېر يادښتونو او لوظنامو د لاسليك ه?? امكان دے٬ د وزيراعظم دورې سره د سي پېك منصوبو رفتار د لا ګړندي كېدو هيله ده۔(
وزيراعظم شهباز شريف په دوه ورځنۍ سركاري دوره بېجنګ ته ورسېد٬ د چين لوړ پورو د وزيراعظم تود هركلے وكړو
No Commission Baccarat Game Card Official Game
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔