اسلام آباد06 جنوری (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي اولسي منصوبو لپاره به په زړه پورې اقدامات كولې شي٬پخواني حكومت په هېواد كښې د توان بحران پېدا كړې٬عمران خان د هېواد معيشت٬ټولنه او سماج تباه كړې٬عمران نيازي سي پېك ته زيان رسولې٬د چين پشمول ملګري هېوادونه خفه كړې شوي دي٬پاك??تا?? به ديواليه كېدې نه شي٬ډېر زر به د آئي اېم اېف ډله د پاك??تا?? دوره وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ هزاره اليكټرك ??پلائي كمپني جوړولو دستورې ته په وېنا كښې وكړه۔په دې موقع د برېښنا وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان٬د مسلم ليګ(ن)صوبائي صدر امير مقام٬وفاقي وزير مرتضٰی جاوېد عباسي او نور هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل د هزاره پشمول په ټول هېواد كښې د سوئي ګيس د اربونو روپو منصوبې فنډ لرلو باوجود خراب شوي٬د دغې پروژو د بشپړولو امر شوې۔د هغې لپاره بېل شوې فنډ به په كار راوستلې شي۔ده ووئيل نواز شريف د هزاره پشمول د ټول كے پي كے معمار دې۔نواز شريف په 2013 كښې اقتدار سنبهالولو سره په لوډشېډنګ د قابو موندلو منصوبه جوړه كړې۔د سي پیك پشمول نورو پروژو د لارې د برېښنا 5 زره مېګاواټه اضافي پېداوار اېل اېن جي منصوبې پیل شوي۔ده ووئيل له بده مرغه پخواني حكومت د نورو معاملاتو پشان د ګاز او برېښنا په منصوبو كښې هم د بېغورۍ څرګندونه كړی كله چې كورونا راغله نو هغه وخت په ماركيټ كښې ګاز دوه نه تر درې ډالره يو يونټ ترلاسه كېدو٬په دې مهال دغه تن هېڅ هم نه دي كړې٬هغه سره د پاك??تا??ي اولس فكر نه و٬هغه ??ه انتقامي كاروائۍ كښې بوښت وو۔وزيراعظم ووئيل د تېرو څلورو كلونو په مهال پاك پوځ د پاك??تا?? پرمختګ لپاره د عمران خان بشپړه مرسته كړې خو هغه د بشپړه مرستې نه پس ناكامه وزيراعظم ثابت شوې۔ده ووئيل ملګرو هېوادونو عمر له په هر سخت وخت كښې د پاك??تا?? ملګرتيا كړې٬ پنځلس كلونو كښې ??ه اربونو ډالره غېر د څه شرط پاك??تا?? له وركړې شوي۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل عمران نيازي د ملګرو هېوادونو سره اړيكې خراب كړي او هغوي يې خفه كړې دي٬چې په نتيجه كښې يې پاك??تا?? د تباهۍ ښكار دې۔زه په دې نه وم پوهه چې عمران خان هر څيز تباه كړی۔د چين وزيراعظم سره زما 45 دقيقې خبرې شوې دي٬د سعودي عرب پشان چين د پاك??تا?? ملګرې دې۔ده ووئيل چارې په ښه ډول مخ په وړاندې روانې دي۔يو هېواد په پاك??تا?? كښې 30 ارب ډالر سرمايه كاري كوي٬د هغوي د مننې كولو په ځاې په هغوي تورونه لګولې كېږي۔د چين وزيراعظ?? باور راكړې چې پاك??تا?? به يوازې پرېښودلې نه شي۔ده ووئيل د آئي اېم اېف اېم ډي د چين په دوره تللې٬د چين وزيراعظم وئېلي ما هغه سره خبرې كړې دي چې پاك??تا?? زمونږ ورور دې٬مونږ هغوي سره ولاړ يو٬تاسو هم د پاك??تا?? ملګرتيا وكړۍ٬د آئي اېم اېف اېم ډي سره ټېليفوني تماس نيولې شوې٬په 9 جنوري به په ټوله نړۍ كښې د سېلاب ځپليو مقدمه كوو٬د آئي اېم اېف اېم ډي ته وئېلي شوي چې پخواني حكومت كومو لوظ نامو ته زيان رسولې۔اتحادي حكومت به هغه پوره كوي۔د آئي اېم اېف ډله به ډېر زر 9مې جائزې لپاره پاك??تا?? ته راشي٬وزيراعظم ووئيل د پاك??تا?? مخالفين چې كومه ډنډوره كوي چې پاك??تا?? به ديواليه شي داسې كوم صورتحال نشته۔پخواني حكومت د ټولو لوظ نامو په ضد او د مېرنۍ مور سلوك باوجود ملګري هېوادونه د پاك??تا?? سره ولاړ دي
اولسي منصوبو لپاره به په زړه پورې اقدامات كولې شي٬پخواني حكومت په هېواد كښې د توان بحران پېدا كړې٬عمران خان د هېواد معيشت٬ټولنه او سماج تباه كړې٬وزيراعظم شهباز شريف هزاره اليكټرك سپلائي كمپنۍ جوړولو دستورې ته وېنا
Galaxy Gem APP download
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب