اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی)د منصوبه ??ند?? او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي رياست د هر ډول ترهه ګرۍ مخ نيوي صلاحيت لري٬د آئي اېم اېف سره خبرې اترې حتمي پړاؤ ته رسېدلي ٬چې ??له هم د پاكستان د پرمختګ لپاره كوم مهم كار كېږي نو عمران خان به لانګ مارچ كوي٬موجوده حكومت دانشمندانه اقتصادي پالېسۍ خپلې كړي او د ګڼ شمېر چېلنجونو باوجود هېواد استحكام پلو بوځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل موجوده حكومت نه يوازې موسمياتي تباهۍ سره مخ دے بلكې دې څخه قامي خزانې ته 30 ارب ډالره زيان رسېدلے۔ده ووئيل دا د بدقسمتي ده چې ??ي ټي آ??ي د خپلو ناكامه پالېسو او بيډ ګورننس په سبب د شوې ګرانۍ ذمه وار موجوده حكومت ګرځوي۔وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آ??ي حكومت كوم چې د كال 2018 ټاكنو نه پس د يو سازش له مخې په زور په پاكستان مسلط كړے شوے ٬ اوس عمران نيازي په بېلا بېلو مقدمو كښې د عدالت عظمٰی احكامات تعميل نه كولو عادت خپل كړے۔ده ووئيل د پي ټي آ??ي حكومت لخوا په مېډيا ??ند??زونه لګولې شوي٬ده ووئيل د پي ټي آ??ي حكومت د كومې هم كاميابۍ ترلاسه كولو نه بغېر معيشت خراب كړے ځكه چې د هغوي په حكومت كښې ګردشي قرض اود سركاري ادارو زيان يو په دوه شوے۔ده ووئيل د پي ټي آ??ي حكومت په مئي 2020 كښې په كراچۍ كښې د پي آ??ي اے الوتكې د پېښې نه پس د پائلټس د لائسنس په معامله غېر ذمه واره بيانونه وركولو سره يوازې د هېواد ايوي اېشن انډسټري ته په اربونو روپو زيان رسولے ٬ د دې نه پس په لويو نړيوالو لارو په پروازونو ??ند??ز ولګولے شو ۔وفاقي وزير ووئيل عمران نيازي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ(سي پيك)پروژو له مخې په هېواد كښې راتلونكې سرمايه كارۍ ته هم زيان رسولے ٬ده ووئيل د پي ټي آ??ي حكومت د ډالر مقابلې له د روپۍ پ?? قدر كښې كمې كولو سره د ګرانۍ بنياد اېښودے۔احسن اقبال ووئيل كله چې د مسلم ليګ(ن)حكومت په كال 2018 كښې خپل پنځه كاله بشپړ كړل نو ټولې معاشي اشاريې په سم پلو مخ په وړاندې روانې وې۔د منصوبه ??ند?? او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ووئېل رياست د هر ډول ترهه ګرۍ مخ نيوي صلاحيت لري
رياست د هر ډول ترهه ګرۍ مخ نيوي صلاحيت لري٬آئي اېم اېف سره خبرې اترې حتمي پړاؤ ته رسېدلي ۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال خبري كنفرنس ته وېنا
Lucky Clover Ms. APP entertainment official website
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ