اسلام آب??د 24 مئي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د مئي په 9مه نېټه رېډ لائن كراس كړے شوے٬ككړ عناصر به خپل انجام ته رسولے شي٬هغوي سره به ه??څ رعايت ونه كړے شي٬عمران خان خپلو كاركنانو ته د شرخوښۍ تربيه وركړی٬د ناوړه منصوبه بندۍ څخه قامي املاك په نخښه كړے شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ عظمت شهدا كنونشن ته د وېنا كولو په مهال كړې۔وزيراعظم وو??يل د دستورې په مهال د عظيمو زامنو وارثانو سره مې ملاقات كړے او د خپلې او قام لخوا مې دا پېغام وركړے چې د دې زامنو عظيمو قربانيو په سبب د قائداعظم پاكستان موجود دے٬دې زامنو د پاكستان سلامتيا او تحفظ لپاره د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي٬دوي خپل بچي يتيمان پرېښودل خو زمونږ بچي يې د يتيم كېدو څخه وساتل ۔ده وو??يل دې عظيمو زامنو خپل سر په تلي كښې اېښودو سره د هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمه كړې٬د دوي د قربانيو په سبب قام په آرام سره ژوند تېروي٬د كاروبار او تعليمي ادارو پشمول ټول هېواد چل??ږي??ده وو??يل د دې شهيدانو د هېواد 23 كروړه اولس احترام كوي٬ ده ووئېل د شهيدانو عظمت به تر قيامت قائم او دائم وي٬په دې كښې به كوم كمے نه راځي۔وزيراعظم وو??يل پاك پوځ٬پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو په ه??واد كښې د امن راوستو لپاره د ترهه ګرۍ په نره مقابله كړې۔ده وو??يل د مئي په 9مه نېټه په ه??واد كښې درندګي شوې٬د عمران خان د ګرفتارۍ څخه وړاندې ګڼ شمېر ګرفتارۍ شوي خو چا يوه ګملا هم نه وه ماته كړې٬ ده ووئېل ذوالفقار علي بهټو٬بېنظيربهټو شهيد او نواز شريف بې ګناه زندان كښې ساتلے شوے٬دغسې تېر شوي حكومت په بې بنسټه تورونو اپوزېشن ديوال ته لګولے ؤ ٬ خو مونږ هر څه په صبر او حوصله برداشت كړي او چا په حساس تنصيبات د بريد سوچ هم نه دے كړے۔ده وو??يل د مئي په 9مه نېټه لويه پیښه رامخې ته شوې٬ ده ووئېل د كرپشن په مقدمه كښې عمران خان ګرفتار شوے ؤ خو هغه خپلو ډلو ته څو مياشتې وړاندې دا وئېل چې زما د ګرفتارۍ په صورت به چرته چرته بريدونه كول وي٬ ده ووئېل ټول قام د هغه څخه ځواب غواړي چې هغه په حساس تنصيبات بريدونه ولې كړي۔ده وو??يل د مئي په 9مه نېټه د شهيدانو او غازيانو يادګارونو ته زيان رسولے شوے٬ څو كاله وړاندې د پاك فضائيه ونګ كمانډر په پاكستان د بريد كونكي هندي ابهي نندن الوتكه رانسكوره كړې وه ٬دا غازي زمونږ لپاره د وياړ سبب دے۔ده وو??يل تېر حكومت كښې په قامي اسمبلۍ كښې مونږ ته كنځلې شوي٬دشنام طرازي شوی٬??ل٬??اكو وئېلي شوي خو بيا هم مونږ د زغم څرګندونه كړې۔ده وو??يل د مئي په 9مه نېټه د شهيدانو او غازيانو سپكاوے شوے٬به حساس تنصيبات او راډيو پاكستان بريد شوے كوم چې په ه??څ صورت د برداشت نه دي۔ده وو??يل د هند چې كوم خوب د كال 1965 په جنګ كښې پوره شوے نه ؤ ډلو د دې په پوره كولو كښې هېڅ كسر نه دے پرېښودلے٬د دې بريدونو منصوبه بندي كوونكې٬رايوځاې كولو او د بريد كوونكو په ضد به د آئين او قانون له مخې كاروائي كولې شي٬ ده ووئېل هغوي سره به ه??څ رعايت ونه كړے شي ٬ ده ووئېل بې ګناه به څوك زيان ته نشي اچولې ٬آئين او قانون به خپله لاره خپلوي٬كه زه ورته هم وائيم نو سفارش به نه منلے كېږي ۔ده په ځوانانو زور راوړو چې هغوي د لوي څښتن په احكامات٬ د حضور اكرم(ص)په سيرت طيبه٬ د قائداعظم او علامه اقبال په افكار عمل وكړي چې پكښې د صبر او تحمل درس وركےې شوے او د ډلو او لوټ مار څخه منع شوې۔ده په استاذانو زور راوړو چې هغوي د ماشومانو په دې اړه تربيت وكړي۔شهباز شريف وو??يل پاكستان به مخ په وړاندې ځي او پرمختګ به وكړي٬د شهيدانو ماشومانو ته د يوت بزنس او زرعي لون سكيم له مخې به په آسانو شرائطو قرض وركولې شي٬د دې عظيمو زامنو ماشومانو ته په ټولو پروفيشنل ادارو كښې په كوټه داخله وركولې ش او د دوي بحالۍ لپاره به هر ممكنه اقدامات كولې شي۔دغسې كنونشن كښې وفاقي وزيرانو٬د پارليمان غړو٬سفارتي ورورولۍ٬ د شهيدانو وارثانو ٬د غازيانو كورنيو پشمول د مختلف طبقه فكر سره تعلق لرونكو كسانو په لويه شمېره ګډون كولو۔
د مئي په 9مه نېټه رېډ لائن كراس كړے شوے٬ككړ عناصر به خپل انجام ته رسولے شي٬هغوي سره به هېڅ رعايت ونه كړے شي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف عظمت شهدا كنونشن ته خطاب
VIA Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania