اسلام آباد۔5جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو سلاكار قمر زمان كائره وئيلي دي چې هندي اقدامات د نړیوالو قوانینو او د جنېوا د څلورم کنونشن ښکاره خلاف ورزي ده٬ ملګري ملتونه او نړيواله ورورولي دې په مقبوضه كشمير كښې د هندي رياسي ترهګرۍ مخنيوي له سمدستي ګامونه پورته كړي۔ د زيارت په ورځ د كشمير د خپلواكۍ حق ورځې په موقعه په خپل پېغام كښې ده ووئيل ملګري ملتونو دې د خپلواكۍ حق سره اړوند خپل منظور كړې شوي قراردادونه عملي كړي٬ د دغې قراردادونو د منظورېدو 74 كاله شوي٬ كشميرې اولس دې د هند ناوړه تسلط څخه آزاد كړې شي۔ قمر زمان كائره ووئيل د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره كشميري اولس د ځانونو قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو او بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي او په مقبوضه جموں وكشمير كښې د اسرائيل په څير پالېسي تعقيبوي۔ ده ووئيل د هند د كال 2019 اګست مياشتې 5 مې نېټې غېر قانوني او يو اړخيزه ګامونو مقصد د جموں وكشمير ډېموګرافي بدلول دي۔ ده ووئيل چې هندي اقدامات د نړیوالو قوانینو او د جنېوا د څلورم کنونشن ښکاره خلاف ورزي ده٬ ملګري ملتونو او نړيواله ورورولي دې په مقبوضه كشمير كښې د هندي رياسي ترهګرۍ مخنيوي له سمدستي ګامونه پورته كړي۔ قمر زمان کائرہ ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په ټولو فورمونو د كشميري اولس د حقونو جنګ ډېر په مړانه كوي۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې په اړه په زړه ور دريځ خپلولو په هند كښې د بلاول په ضد احتجاج وكړے شو۔ ده د دې عزم پخلې وكړو چې د كشميري اولس د حقونو جنګ به د نړۍ په ټولو فورمونو روان ساتلے شي۔
نړيواله ورورولي دې په مقبوضه كشمير كښې د هندي رياسي ترهګرۍ مخنيوي له فوري ګامونه پورته كړي۔ د قمر زمان كائره د كشمير خپلواكۍ حق ورځې په موقعه پېغام
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں