نیو یارک۔27ستمبر(اے پی پی) وزيراعظم ش??با?? شريف په غزه كښې د فوري جنګ بندۍ او دغلته د مېشتو فلسطينيانو د نسل وژنې لپاره د اسرائيل د احتساب غوښتنې پخلې كړې دې۔ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ش??با?? شريف د عراق وزيراعظم شياع السوداني سره وليدل۔ په دغه کتنه کښې دواړو مشرانو د ملګرو ??لتونو او او آئي سي په پلېټ فارم په غزه کښې د سمدستي جنګ بندۍ او فلسطيني ورونړو لپاره د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان په پرله پسې توګه رسولو له په نړيواله كچه هڅې ګړندۍ كولو له د عز?? څرګندونه وكړه۔ د دواړو مشرانو ترمينځه ملاقات په نیویارک کښې د ملګرو ??لتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۹مې غونډې په موقعه وشو۔ په دې موقع وزيراعظم ش??با?? شريف د پاكستان او عراق ترمېنځه د مضبوطو اړيكو تائنه كولو سره ووئيل دا اړيكې په ګډ تاريخ٬ كلتور او مذهب ولاړې دي۔ وزيراعظم هر كال پاكستاني ??ائ??ينو لپاره د انتظاماتو په لړ كښې د عراقي حكومت هڅې وستائلې۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د پاكستان او عراق دوه اړخيزه اړيكو ته د لا پراختيا په وركولو موافقه وكړه۔ همكارۍ ته وده وركولو له هم دواړو هېوادونو دوه اړخيزه استعداد څخه د استفادې كولو پرېكړه وكړه۔ دواړو لارښودو د شريكې خوښې په سيمه اييزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي په غزه كښې په راوانه عامه وژنه ٬ ظلم او جبر او د لاكھونو انسانانو ژوند په تباه كېدو د ژورې اندېښنې څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم ش??با?? شریف د پاكستان لخوا په غزه كښې د فوري جنګ بندۍ او د غزه د نسل وژنې اسرائيل ذمه وار ګرځولو غوښتنه تكرار كړه۔ په نړيوالو مسئلو موافقت كولو سره دواړو لارښودو په غزه كښې فوري جنګ بندۍ او فلسطيني ورونړو ته د بشري مرستې په پرله پسې توګه رسولو له د ملګرو ??لتونو او او آئي سي په پلېټ فارمز د نړيوالو هڅو لا تندولو په حاجت زور هم راوړو۔
د وزيراعظم شهباز شريف خپل عراقي همڅنګ شياع السوداني سره ملاقات ٬ په غزه كښې جنګ بندۍ او د مرستې له كوم ځنډ پرته رسولو له د هڅو تندولو عزم څرګندونه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی