اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ اړوندو چارواكو ته په ټولنه كښې مالي ??ود انحصارۍ له وده وركولو لپاره د تګ لارې جوړولو او د بي آئي اېس پي ډيټا بېس ټارګټډ سبسډيز لپاره د كارولو هدايت كولو سره وئيلي ??ي د بې??ظي?? انکم سپورټ پروګرام بينيفشريز لپاره د مارکيټ ضرورتونو له مخې تکنيکي تربيه وركولو سره به اهل خلق پخپلو پښو د اودرېدو جوګه شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ كښې د بي آئي اېس پي پحقله د جاج اغستو غونډه شوې٬ په غونده كښې د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ډاکټر امجد ثاقب، د تخفيف غربت وزارت سېكرتري يوسف خان او نورو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته د پروګرام تر اوسه د نتيجو او د سباٶن لائحه عمل پحقله ووئيل شول۔ غونډې ته ووئيل شول بي??ظي?? انکم سپورټ پروګرام څخه ګرد هېواد كښې نزدې يو كروړ كورنۍ او 6 لكه كسان مستفيد كېږي او د سږني كال پروګرام لپاره مجموعي بجټ 471 ارب روپے دے۔ وزيراعظم د بي??ظي?? انکم سپورټ پروګرام له مخې د مستحقو كورنيو د معاونت پروګرام د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د بي??ظي?? انکم سپورټ پروګرام نتيجې ډېرې خوشبينه دي خو د پاكستان تل پاتې سباٶن د اولس مالي ??ودانصحارۍ سره تړلے د??٬ په دې لړ كښې وزيراعظم اړوندو چارواكو ته په ټولنه كښې د مالي ??ود انحصاري ودې لپاره د لائحې جوړولو امر وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې بي??ظي?? انکم سپورټ پروګرام دې ځائي خېراتي او فلاحي تنظيمونو سره پارټنرشپ وكړي۔ وزيراعظم د دې خبرې پخلے وكړو چې د پاكستان رياست به د بې وسه طبقو هر ډول ممكنه مرسته كوي دغسې چې ھغوي يو پر اميد ژوند تېر كړے شي۔
وزيراعظم انوار الحق کاکړ اړوندو چارواكو ته ټولنه كښې مالي خود انحصارۍ له وده وركولو لپاره د تګلارې جوړولو او د بي آئي اېس پي ډيټا بېس ټارګټډ سبسډيز لپاره د كارولو امر وكړو
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ