اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د قومونو په ??رمختګ كښې د اخلاقياتو نظريې او انصاف اهميت په ډاګ?? كولو سره وئېلي د كرپشن ختمولو كښې د ټولنې مهم كردار دے۔دا كار يوازې د قانون د لارې نه شي كېدې٬ د جزا او سزا تصور نه غېر انصاف ممكن نه دے۔ مجرمانو ته سزاګانې وركولو له به زمونږ حكومت د نېب او عدالتونو ته هره ممكنه مرست?? كوي۔ د اپوزېشن ټولې هڅې اېن آر او لپاره دي٬پاكستان مخ په ??ړاندې تللو نه څوك منع كولے نه شي۔ ګرانۍ كښې كمي او د ښكته طبقې ستونزو لرې كولو له ګامونه پورت?? كولې شي٬مونږ به د ټاكنو اصلاحات له مخې د الېكټرانك ووټنګ مشين نظام راوړو دغسې چې د ټګۍ شكايتونه ټول عمري له ختم شي۔ پاكستان د سخت دور نه وتلو سره اوس مخ په ??ړاندے روان دے٬مونږ له برآمدات زياتول دي٬راوي سټي٬بنډل آئي لېنډ او د والټن بزنس سنټر په ډول منصوبې پیل كوو چې ورسره به د ترلاسه كېدونكي آمدن نه قرضې ادا كوو۔ د خالي په ??رځ د قامي اسمبلۍ نه د اعتماد قرارداد منظورۍ نه وروستو وزيراعظم تر ټولو وړاندې د اتحادي ګوندونو غړو او د خپلې ډلې مننه وكړه۔هغه ووئيل تېره ورځ چې ما كوم حالات وليدل نو د حفيظ شېخ په ??اتې خوړولو ټول خفګان سره مخ وو دغه وخت د ډلې په ??و ځاې خفګان سره مخ كېدل ماته ښه ښكاره شؤ٬اوس به زمونږ ډله مضبوطېږي٬لوے څښتن په ??رآن كښې د ايمان د ازمېښت خبره د دې لا مضبوطولو ل?? كوي۔ د ازمېښت نه وتلو نه وروستو د انسان ايمان مضبوطېږي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ چې وزن پورت?? كوو نو زمونږ وجود مضبوطېږي٬دغسې سياسي ګوند هم د سخت وخت نه وتلو سره مضبوطېږي٬په ??ړۍ كښې آسانۍ قومونه تبا?? كوي۔ وزيراعظم ووئيل د سخت وخت نه په ??تلو د خپل ګوند ستائن?? كوم۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له به د پاكستان جوړیدل كله هم هېرول نه وي۔ولې چې د نظريې نه بغېر قوم ژوندې نه پاتې كېږي۔هغه ووئيل قام مقصد لپاره جوړېږي٬هغه پوښتنه وكړه چې آيا علامه اقبال ته معلومه نه وه چې د پاكستان جوړېدو نه پس به 20 كروړه مسلمانان په انډيا كښې پاتې شي٬د هغه په خيال كښې د نړۍ لپاره د يو مثالي اسلامي رياست خوب وو كوم چې په ??رارداد مقاصد كښې د د مدينې اسلامي رياست په ډول د اسلامي فلاحي رياست بنياد وو۔وزيراعظم ووئيل د مدينې په رياست كښې اصول و٬په ??غې تللو سره دغه قوم چې كوم څه حېثيت نه لرلو نړۍ له يو مثال جوړ شو دا يوه معجزه وه۔وزيراعظم ووئيل ما د تعليم وزير ته هدايت كړې چې د 7م نه جماعت نه تر 9 م جماعت په ??صاب كښې د پیغمبر عليه السلام ژوند او د مدينې رياست په اړه سبقونه شامل كړي دغسې چې كوچنيانو ته د دې هېواد د جوړېدو مقصد معلوم شي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل نن چې هند كښې مسلمانانو سره څه كېږي داسې دليل به وركولې شو كه پاكستان نه و جوړ شوې نو مسلمانان به زيات طاقتور وو۔ كه مونږ په ??ظريه وړاندې نه ځو نو بيا دغه دليل سم دے٬د پاكستان خوب عظيم و۔هغه ووئيل د كومو خلكو چې كوم حېثيت نه و هغوي د نړۍ امامت وكړو۔نړۍ ته يې لويې تهذيب او كلتور وركړو٬لويې سائنسدانان ئې وركړل٬نړۍ ته يې اخلاقي معيار وركړو۔وزيراعظم ووئيل په انډونېزيا او ملائېشيا كښې د مسلمانانو سوداګرو كردار نه متاثر كېدو سره خلك مسلمانان شول٬اسلام د تورې په زور نه بلكې د كردار د لارې خپور شوے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ روزانه لمونځ كښې دا وايو مونږ په ??يغه لاره روان كړې٬وزيراعظم ووئيل دوه لارې دي يوه د تباهۍ او بله د نعمتونو٬د نړۍ تر ټولو زيات نعمتونه حضور عليه السلام ته وركړے شوې وو۔ هغه په دغه لاره تلو سره لوئے انسان جوړ شو۔ ده ووئيل د انګريز ليكوال ليكلې شوې كتاب فاتح عرب د لوستلو كتاب دے۔ هغه ليكلې چې د مسلمانانو په ??ړۍ كښې د فتحې كوم مثال نشته٬هغوي سره كومه نوې وسله نه وه٬د هغوي د اخلاقيات٬عدل او انصاف او كردار په سوب خلك هغوي سره شؤ۔ وزيراعظم ووئيل په ??ندوستان كښې د داتا٬بلهے شاه٬بابا فريد او د نظام الدين اولياﺀ كردار او انسان??ت ته كتلو سره خلك مسلمانان شول۔ د سېنېټ اوسنو ټاكنو په اړه وزيراعظم عمران خان ووئيل د سېنېټ په اوسنو ټاكنو شرم محسوسېږي۔ چرته هغه خوب او چرته دا د څاروو منډۍ۔ وزيراعظم ووئيل د الېكشن كمېشن لخوا په دې خبره راته خفګان شوے چې دا ټاكنې ښې شوې دي٬كه دا ټاكنې ښې وي نو ناوړه به څنګه وي۔هغه ووئيل زمونږ معيشت او قرضې د ناروغتيا علامات دي٬اول په اخلاقي توګه بيا د معيشت تباهي راځي٬كوم هېواد داسې وښائۍ چرته چې اخلاق پريوتې وي او معاشي حالات ښه وي۔ده ووئيل د نړۍ عظيم لارښود خپل قوم د اخلاقيات په بنياد پورته كړو٬هغه صادق او امين وو۔ده ووئيل افسوس دې چې زمونږ هېواد د كلمې په بنياد جوړ شو او دلته څه كېږي۔ ده ووئيل آصف زرداري ټولې نړۍ كرپټ ثابت كړے٬په دې هېواد كښې د ايك زرداري سب پر باري نعرې پورته كېږي ځكه چې هغه پيسه وركوي۔ نواز شريف ډاكو دروغ وئېلو سره د هېواد نه تښتېدلې۔ وزيراعظم ووئيل جنرل مشرف اېن آر او وركولو سره ظلم كړے هغه وخت د اپوزېشن لارښود مولانا فضل الرحمان هغه سره يوځاې شوے وو۔دا اېن آر او ډېر لويې جرم وو۔دواړو ګوندونو دغې نه وروستو دا هېواد لوټ كړو۔د هېواد قرضې د دوه زره اربه روپو نه 30 زره اربو روپو ته ورسېدې۔وزيراعظم ووئيل اوپن بېلټ ولې ضرورې و٬ په ??ال2008 كښې دواړو ګوندونو ميثاق جم??ور??ت كښې وئېلي وو چې اوپن بېلټ به وي٬اوس د هغې نه په شاه شول۔د دوي هڅه وه چې حفيظ شېخ ته ماتې وشي٬دوي د يو كرپټ لارښود يوسف رضا ګېلاني بريا غوښتله۔وزيراعظم ووئيل زه د اپوزېشن نه پوښتن?? كوم چې آيا د دوي لارښود ايماندار دي درې ځله د جوړ شوي وزيراعظم زوې لندن كښې دے د اربونو روپو پراپرټي د هغوي هلته ده٬هغوي ته دا معلومه نه ده چې د هغوي بهر څومره پيسه پرته ده۔د زرداري په ??ړۍ كښې لويه پېسه ده٬د ټول قام په ??ړاندې هغه پيسې وركړې او وټاكلے شو۔وزيراعظم ووئيل يوازې عمران خان كرپشن ختمولې نه شي٬عدليه او نېب كه زما ملاتړ يا زما د حكومت ملاتړ ته اړتيا لري نو هغه ب?? كولې شي۔ هغه ووئيل د كرپشن ختمولو پرېكړه به ټولنې ل?? كول وي۔هغه ووئيل په ??ومه ټولنه كښې چې عدل وي هغه مخ په ??ړاندې ځي۔ټول قام له به مرست?? كول وي٬ما ټول عمر هڅه كړی كه زما ګوند زما ملاتړ پرېږدي نو زه به يوازې دا جنګ كوم۔هېواد بچ كول دي او خپل نسل بچ كول دي۔هغه ووئيل مونږ له سخت وخت وتلو نه وروستو اوس وړاندې روان يو٬كرنټ اكاؤنټ سرپلس شوے اوس زياتې ډالرې راروانې دي٬دا مهم وخت دے د ټولې نړۍ معيشت كورونا ځپلے دے٬د لوے څښتن په ??رسته او بيا د خپلې ډلې خوارۍ سره مو خپل اولس بچ كړې۔اسد عمر او ډاكټر فيصل ته په خاص توګه مباركي وركوم ۔هغه ووئيل پنځوس كاله وروستو بهاشاه او مهمند بند جوړولے شي۔وزيراعظم ووئيل موڼږ دټاكنو اصلاحاتو پرېكړه كړې ده او اليكټرانك ووټنګ مشينونه به راوړو۔د هېواد پرېښودونكو ووټونو او د اليكټرانك ووټنګ په ??يشنونو كار روان دے ولې چې د دې نه غېر چې څوك ماتې خوري هغه تور لګوي۔په امريكا كښې د اليكټرانك ووټنګ له امله د ټرمپ د ټګۍ لګولې شوي تورونه غلط ثابت شول۔وزيراعظم ووئيل دا به زمونږ ډل?? كوي لكه څنګه چې ما په ??ړۍ كښې د كركټ مېدان ته بې پرې ايمپائر راوستلې وو
د كرپشن ختمولو كښې د ټولنې كردار ډېر مهم دے٬ دا كار يوازې د قانون د لارې كېدے نه شي۔ د وزيراعظم عمران خان د خالي په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اعتماد ووټ ترلاسه كولو نه وروسته وېنا
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی