اسلام آباد۔25مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي عمران خان په هېواد كښې كورنۍ جګړا غواړي٬ د پي ټي آئي د عهدېدارو له كورونو څخه د وسلې برآمد كېدو سره د عمران خان صاحب ارادې په ډاګه شوي٬ په هېواد كښې چې نن څه كېږي د دې ذمه وار عمران خان دے۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل عمران خان په پاكستان كښې د كورنۍ جګړې سازش كوي ٬ هغه د وسلې په زور په اسلام آباد قبضه كول غواړي۔ دې ووئيل د ټوپك ٬ بم او چاؤدېدونكو توكو د له لارې په هېواد كښې د اړي ګړي رامخې ته كولو اجازه به چاته ورنه كړې شي٬ حكومت د خپل اولس د ځان او مال د حفاظت باوري كولو پابند دے۔ دې ووئيل د ګولو چلولو او د انتشار رامخې ته كولو رويه سياسي نه وي ٬ د سياسي فعاليتونو او لشكر كشۍ ترمينځه به ښكاره فرق كول وي
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز