لاهور 06 اګست (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف لاهور ګورنر هاؤس كښې د پاكستان كډني اينډ ليور انسټي ټيوټ پوهنتون بنياد تيګه كېښودله۔د اتوار په ورځ د پاكستان كډني اينډ ليور انسټي ټيوټ سيوري لاندې هيپاټائټس سي خبرتيا كنفرنس ته د وينا كولو په مهال وزيراعظم ووئيل چې په كنفرنس كښې ګډون كونكو ټولو ملكي او غېر ملكي مندوبين ته هركلے وائيم٬پي كے اې?? آئي په كال 2015 كښې خپل سفر پیل كړی٬د پوهنتون قيام يوه لويه منصوبه ده٬ په كال 2018 كښې پي كے اې?? آئي بشپړ شوې٬پروفيسر سعيد اختر د پي كے اې?? آئي لپاره شپه ورځ محنت كړی٬ډاكټر سعد په مشرۍ كښې ليور ټرانسپلانټ پیل شو۔ده ووئيل چې په مالدار او غريب كښې د فرق نه غېر پي كے اې?? آئي كښې علاج كېږي٬رنځورانو لپاره پي كے اې?? آئي د يو اميد څيره ده ٬پي كے اې?? آئي د نړيوال معيار له م??ې جوړ كړی شوې۔ده ووئيل چې د هيپاټائټس مخ نيوي لپاره به وفاق صوبو ته فنډ وركوي۔د دې اقداماتو مقصد رنځورانو ته ښه خذمت وركول دي۔شتمند به هم فنډز ??و داروګان اداري ته وركوي۔وزيراعظم ووئيل چې د پي كے اې?? آئي ډاكټران او عمله ښه خذمات ترسره كوي٬د هيپاټائټس مخ نيوي لپاره د خبرتيا كمپائن ډېر ضرورې دې٬د پي كے اې?? آئي لپاره په ټرسټ فنډز كښې 15ارب روپۍ راجمع كړې شوي۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان كډني اينډ ليور انسټي ټيوټ پوهنتون بنياد تيګه كېښودله
Gem Savior Conquers Online Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن