کوئټه۔19دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي د اولس تر ټولو قيمتي اثاثه خپل انساني وسائل دي٬ افرادي قوت ته به په عصري بنيادونو فني تربيه وركول وي٬ دوست هېوادونه نن هم پاكستان څخه د افرادي قوت درآمد كولو ته پام لرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ بلوچستان كښې د پرائم منسټر یوتھ سکل ډوېلپمنټ پروګرام دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئي?? د ??نی مهارت اهمیت وخت تېرېدو سره ??ره ??دلېږي او لا زياتېږي٬ د كوم قام تر ټولو قيمتي اثاثه د هغوي انساني وسائل وي۔ ده ووئيل په نړيوالو ماركيټونو او معيشتونو كښې چې څنګه جدت رامخې ته كېږي ٬ نوې ټېكنالوجي معارفي كېږي ٬ د آرټیفیشل انټیلیجنس دور دے ٬ په دې كښې چې كوم چېلنج رامخې ته دے هغه دا چې څنګه خپل انساني وسائل فعاله كړې شي٬ د دې تريبه څنګه وكړې شي۔ ده ووئيل هنر مند افرادي قوت په انفرادي او اجتماعي توګه قامونو لپاره ګټور وي۔ ده ووئيل هڅه ده چې ګو??در څخه تر موسی خېل ماشومانو ته تربيه وركړې شي دغسې چې هغوي اولس لپاره ګټور وګړي وګرځي۔ ده ووئيل په خلیجی هېوادونو ، اروپا او چين كښې افرادی قوت لپاره ??ترې موقعې شته بياهم په دې كښی ه??رم??د افرادي قوت ته زياته اړتيا ده۔ ده ووئيل په سباؤن كښې شايد دا ممكن پاتې نه شي چې غېر ه??رم??د وګړي دې بهر ولېږلې شي۔ ده ووئيل 8 فرورۍ څخه وروستو چې كله زمونږ موده ترسره ??ي نو دې څخه وروستو به هم په دې ټولنه كښې مونږ څه نه څه كردار لرؤ او دا كردار به د بلوچستان او د دې د اولس خېر ښېګړې له كاروؤ۔ ده ووئيل دا پروګرام به د خلقو ژوند بدل كړي٬ خلق به د خپلو نسلونو په زده كړو او روغتيا سرمايه كاري وكړي۔د كوم يو ه??رم??د وګړي هنر د هغه په كورنۍ او ټولنه كښې خپرېږي۔ ده ووئېل دا سماجي بدلون پلو يو ګام دے٬ په دې كښې به مونږ ټولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د سول سوسائټی په مشاورت به وفاقي حكومت صوبې ځان سره مخ په وړاندې بوځي۔ وزیراعظم په دې موقع د بلوچستان څلور ذهينو طالبعلمانو ته چېكونه وركړل په كومو كښې چې عینه عروج،حفضه عمران،مومنه ایاز او ثمینه مري شاملې وې
د اولس تر ټولو قيمتي اثاثه خپل انساني وسائل دي٬ افرادي قوت ته به په عصري بنيادونو فني تربيه وركول وي ٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ كوئټه كښې خطاب
Instant messaging sports entertainment platform link
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے