اسلام آباد 04 جنوری(اے پی پی)د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي وئېلي دي چې د وروستو پاتې سيمو ځوانانو ته وظيفې وركولې كېږي او د پارليماني چارو وزيرمملكت علي محمد خان وئيلي دي چې 1 لك 42 زره ځوانانو ته وظيفې وركړې شوې دي۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر سردار شفيق ترين د پوښتنې په ځواب كښې د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي ووئيل چې د فاټا او بلوچستان زده كونكو ته د اعلٰی تعليم موقعې وركولې كېږي٬د پاتې سيمو ځوانانو ته وظيفو وركولو لپاره اقدامات شوي دي۔ وزيرمملكت علي محمد خان ووئيل چې پسمانده طبقو ته آسانۍ وركولو لپاره احساس پروګرام پېل كړے شوے٬د احساس پروګرام له مخې يو لك 42 زره ځوانانو ته وظيفې وركړې شوې دي۔
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن