پېنډۍ 08 مارچ (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير وئيلي دي چې د بل??چستان کاميابي د پاکستان کاميابي ده، د بل??چستان په مېړني اولس وياړ لرؤ٬ دا مېړنې اولس په هر سخت وخت كښې د غر په څير ثابت قدم پاتے شوے دے٬ وسله وال ځواكونه او قانون نافذ كوٶنكې ادارې به اولس سره په ګډه د امن ??و سوكالۍ سفر دوامدار ساتي۔ د آئي اېس پي آر له مخې جنرال سيد عاصم منير د بل??چستان د آواران ضلعې دوره كړې٬ د بل??چستان كور كمانډر د سرلښكر هركلے كړې او دوي ته ئې په امنيتي وضعه بريفنګ وركړې۔ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د خپلې دورې په مهال د شهيدانو كورنيو٬ ځائي مشرانو او كروندګرو سره خبرې اترې هم وكړې۔ جنرال سيد عاصم منير ته په صوبه كښې سماجي٬ اقتصادي او زرعي پرمختګ لپاره د ترسره شوې كاروائيو په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔ په دې موقع سرلښكر ځائي مشرانو او ځوانانو ته وېنا كولو سدره د زراعت اهميت او د ګرين پاكستان انيشيټو لپاره د پ??ځ د عزم پخلے وكړو۔ سرلښكر د شهيدانو قربانيو ته پېرزوئنې هم وړاندې كړې۔ ده ووئيل چې پاك پوځ به امنيت باوري كولو او د خېر ښېګړې چارو كښې بل??چ اولس سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ ده ووئيل زراعت د هې??اد په پرمختګ كښې اهميت لري٬ پاك پوځ به په ګرېن پاکستان انيشيټو كښې مرسته روانه ساتي۔ سرلښكر ووئيل چې كروندګرو ته به زرعي آسانۍ په نرمو شرطونو وركولې شي٬ دوي ته به سولر ټيوب وېلز او د زرعي پوهانو خدمات هم وړاندې كولې شي ، كروندګر د هې??اد په پرمختګ كښې شراكتدار جوړولو او په كركرونده كښې به د دوي لارښودنه هم كولې شي۔ ده ووئيل د بل??چستان کاميابي د پاکستان کاميابي ده، د بل??چستان په مېړني اولس وياړ لرؤ٬ دا مېړنې اولس په هر مشكل كښې ثابت قدمه لكه لكه د غر ولاړ پاتے شوے دے٬ وسله وال ځواكونه او قانون نافذ كوٶنكې ادارې به اولس سره په ګډه د امن ??و سوكالۍ سفر دوامدار ساتي۔ جنرال عاصم منير ووئيل پاك پوځ به په بل??چستان كښې سول انتظاميې سره په ګډه د پرمختګ او مرستې عمل جاري ساتي۔ سرلښكر جنرال عاصم منير په آواران كښې د کيډټ کالج پرانسته وكړه او د كالج زده كوٶنكو او استاذانو سره ئې هم وليدل۔ په دې موقع سرلښكر جنرال عاصم منير د پاكستان ځواكونو لخوا اړوند ادارو سره په ګډه په بل??چستان كښې د ريليف او تعميري هلو ځلو جاتي ساتلو له د عزم پخلے وكړو۔
د بلوچستان کاميابي د پاکستان کاميابي ده، د بلوچستان په مېړني اولس وياړ لرؤ۔ جنرال سيد عاصم منير
Mermaid Fortune Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل