اسلام آباد۔23مارچ (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې ټول ا??لس دې د پاكستان ورځې د روح له مخې جمهوريت ٬انصاف او مساوات لپاره د خپل عزم پخلے وكړي٬ باور لرم چې مونږ يو موټې كېدو سره به د ټولو ستونزو مقابله وكړؤ او خپل خوږ هېواد لپاره به د يو روښانه سباؤن پلو روان شوؤ۔ د پاكستان ورځې په موقعه خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل زه د خوشحالۍ په دې موقعه تاسو ټولو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كوم او مباركي دركوم٬ نن مونږ د تاريخي قرارداد پاكستان د منظورۍ ياد لمانځو كله چې په 23 مارچ 1940 زمونږ ګران قوم د يو آزاد هېواد د تعمير بنياد كېښودو۔ صدر مملكت ووئيل كه مونږ د تاريخ پاڼو ته نظر وكړؤ نو زمونږ د پلار نيكه وژن او د هغوي د عزم ياد تازه كيږي۔ ده ووئيل د كال 1940 د قرارداد ِپاکستان د لارې ه په 14 اګست 1947 د پاكستان د جوړېدو لاره هواره شوه۔ ده ووئيل د مقبوضه جموں و کشمیر د قابض هندي ځواكونو د لاسه بدترين جبر او په رياستي سرپرستۍ كښې روانې ترهګرۍ س??ه مخ دي۔ پاكستان د مظلوم كشميري ا??لس دهر ډول اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو عزم لري۔ دغسې پاكستان ته د اسرائيلي ډيفنس ځواكونو لخوا په بې ګناه فلسطيني وګړو ډزو په پ??ښو او په تعليمي ادارو او روغتونونو روانو بريدونو سخته اندېښنه لري۔ صدر ووئيل راچۍ چې ټول ا??لس د پاكستان ورځې د روح له مخې جمهوريت ٬انصاف او مساوات لپاره د خپل عزم پخلے وكړؤ۔ ده ووئيل زه تاسو ته اپيل كوم چې د زياتې خوارۍ او خوا??وږ?? اقدار خپلولو سره د هېواد د تعمير په عمل كښې بشپړه برخه واخلي۔ ده ووئيل باور لرم چې مونږ يو موټې كېدو سره به د ټولو ستونزو مقابله وكړؤ او خپل خوږ هېواد لپاره به د يو روښانه سباؤن پلو روان شوؤ۔ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې په اسلامی جمهوریه پاکستان رحمتونه او بركتونو نازل كړي۔
ټول اولس دې د پاكستان ورځې د روح له مخې جمهوريت ٬انصاف او مساوات لپاره د خپل عزم پخلے وكړي٬ د صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان ورځې په موقعه پيغام
The Wizard of Oz Official Entertainment Portal
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس