اسلام آباد 25 مئی (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې نن د سرمایه كارۍ سهولت كونسل (اېس آئی اېف سی) په زړه پورې كردار ترسره كوي۔پاكستان ګڼ شمير وسائل لرونكې هېواد دے،كه د ټولو ستونزو باوجود پاكستان اتومي طاقت جوړيدلې شي نو د هېواد پرمختګ او سوكالي هم ناممكن نه ده ،څلورو واړو صوبو او ??فاق له به په ګډه د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ له محنت كول وي ۔ ده د خالي په ورځ خصوصی س??مایه كارۍ سهولت كونسل غونډي ته وينا كوله۔په غونډه كښې سرلښكر جنرال سید عاصم منیر، صوبائی اعلی وزيرانو او د كونسل غړو ګډون وكړو۔غونډي ته په خپله وينا كښې وزیر اعظم وئويل د كونسل په غونډه كښې مونږ په مهمو چارو د خيالاتو څركندونه كړې ۔سرمایه كاری سهولت كونسل كښې سول او ??وځي افسرانو په ګډه د يو متحده ډلي په شان شپه ورځ كار كوي۔اوسنيو كښې سعودی عرب،متحده عرب امارات دورو پشمول د نورو هېوادونو پلاويو سره ملاقاتونه شوي په هغې ډير خوشحاله شوې يم چې هغوي د سرمایه كاری سهولت كونسل په اړه د باور څرګندونه كړې۔ده ووئيل اېس آئی اېف سی په 2022 كښې جوړ شو نو هغه وخت په دې اړه خدشات ظاهر كړې شوې ؤ چې خو د وخت سره سره د دې افادیت،كاركردګۍ او ??امیابیو د ناقدینو خوله بنده كړې۔ده ووئيل ما د دې كونسل د جوړولو بشپړه تائید كړې ؤ ، د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې نن اېس آئی اېف په زړه پورې كردار ترسره كوي۔صوبائی قیادتونو مننه كوم كوم چې په دې كونسل بشپړه باور كوي۔امارات او سعودی عرب د اړخه د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ لپاره سرمایه كارۍ په اعلانات عملدرآمد به د دې كونسل د لارې كېږي۔ده ووئيل مونږ له به پاكستان يو سوكاله او ??عاله هېواد جوړول وي?? وخت به راځي چې پاكستان به خپل مقام بيا ترلاسه كوي۔چرته ب?? چې پرمختګ او روزګار وي۔ده ووئيل مونږ به اتومي هېواد سوكاله هم جوړوو۔وزیر اعظم وئويل صوبو له وسائل وركولو سره زمونږ سره څه هم نه پاتې كېږي ټولو به په ګډه ھلې ځلې كول وي۔دا يو مشكل مزل دے خو مونږ به د پرمختګ او سوكالۍ منزل ترلاسه كوو۔
د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې نن د سرمایه كارۍ سهولت كونسل په زړه پورې كردار ترسره كوي۔وزیر اعظم محمد شهباز شریف
Flirting Scholar Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ