اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اېف بي آر د هېواد د معيشت تر ټولو مهمه پايه ده ٬ حکومت به اېف بي آر ته د انساني وسائل پرمختګ او ډيجيټائز يشن لپاره ټول وسائل وركوي٬ د ټېكس غلو او د ټېكس نه و??كوونكو او د هغوي معاونت كوٶنكو عناصرو به لاره نيسوو، په بجټ كښې په اشرافيه د ټيکس ا?? په غريب او مېنځنۍ طبقې كم ټېكس لګولے شوے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ټيکس اصلاحات، د معيشت د ډيجيټائزيشن ا?? په محصولات كښې اضافې لپاره د اقدامات په اړه د لوړې كچې د جاج اغستو غونډه د زيارت په و??ځ و??وه ۔ په غونډه كښې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل اېف بي آر د هېواد د معيشت تر ټولو مهمه پايه ده۔ ده ووئيل حکومت به اېف بي آر ته د انساني وسائل پرمختګ او ډيجيټائز يشن لپاره ټول وسائل وركوي۔ ده ووئيل د ټېكس غلو او د ټېكس نه و??كوونكو او د هغوي معاونت كوٶنكو عناصرو به لاره نيسوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د بجټ په تيارۍ كښې واضح هدايات ورك??ې شوي چې اشرافيه له به ټېكس وركول وي۔ ده ووئيل حکومت په بجټ كښې په غريب او مېنځنۍ طبقې كم ټېكس نه دے لګولے۔ ده ووئيل زمونږ ترجيح د ټېكس شرح كمول او د ټېكس وركوونكو شمېره زياتول دي، د ټيکس نظام بشپړ ډيجيټائزيشن او د افرادي قوت استعداد كښې په ترجيحي بنيادونو اضافه كوٶ۔ ده ووئيل ټېكس وركوٶنكي زر تر زره په ټېكس نېټ كښې راوستلو لپاره اقدامات كوٶ۔په غونډه كښې نړيوال فري مېك كېنزي او كار انداز وزيراعظم د اېف بي آر ډيجيټائزيشن ا?? په محصولات كښې د اضافې په اړه د تېرو څلورو اووني?? په مهال د شوي پېشرفت نه خبر كړه۔ د دې نه علاوه و??يراعظم ته د محصولات زياتول?? په اړه د لنډې مودې او د مېنځنۍ مودې پلان وړاندې كړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول پاکستان كښې د موجوده پاليسو بشپړه نفاذ سره د هېواد آمدن كښې د ټېكسون?? په مد كښې د اربونو روپو اضافه ممكن ده۔ غونډه خبر ك??ې شوه چې د هېواد د معيشت د ويليو چين ډيجيټائزيشن او آټوميشن څخه به محصولات زيات شي او معيشت ته به دستاويزي شكل وركرے شي۔ په غٶنډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، دوهمې وزېري شزه فاطمه خواجه، علي پرويز ملك، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل، د خزانې پخوانۍ وزيره ډاکټر شمشاد اختر، ډاکټر اکرام الحق، سلمان احمد، د اېف بي آر چئيرمېن، اړوند چارواكو٬ د مېك كېنزي او كار انداز نمائندګانو ګډون كولو۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ټيکس اصلاحات، د معيشت ډيجيټائزيشن او په محصولات كښې زياتوالي لپاره د اقدامات په اړه د جاج اغستو غونډه
MG online honest entertainment website
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری