اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان چارو او د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي امن لپاره به د رياست رټ قائمول وي٬ امن او امان لپاره به په استخباراتي اطلاعات اډانه كاروائۍ كېږي٬ هېڅ اپريشن نه كېږي، پوځ هر وخت د متنازعه جوړولو نه ډډه پكار ده، پوځ هم د صوبائي حکومت په ريکوزيشن راغلے۔ د جمعې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښ?? ده ووئيل د خېبر پښتونخوا وزيراعلي جلسه كښ?? د خپلې وېنا په مهال جارحانه تقرير وكړو ٬ دا د دوي مجبوري ده ځكه چې د دغې ويډيو فوټېج اډياله زندان ته ځي، د امنيت پحقله ځېنې خلق غېر ضروري بيانونه وركوي، د ترهګرۍ په ضد د كاروائيو پحقله په اېپكس كمېټۍ كښ?? خبره شوې٬ وزيراعظم او د آئي اېس پي آر ډي جي هم وضاحت كړے ؤ چې هېڅ اپرېشن نه كېږي٬ څنګه چې خبرې روانې دي داسې هېڅ اپرېشن نه كېږي۔ ده ووئيل قانون نافذ كوٶنكې ادارې به امن باوري كوي، د ترهګرو په ضد په استخبارات اطلاعات امنيتي ځواكونه عمليات كوي٬ وړومبۍ كاروائي به پوليس كوي٬ د دې نه وروستو به د اېف سي خدمات ترلاسه كولې شي او چې چرته جې د پوځ ضرورت وي مرسته به كوي۔ وفاقي وزير ووئيل په دې كښ?? هېڅ نوې خبره نشته ٬ په نيشنل ايکشن پلان كښ?? هم په دې عمل شوے٬ نو هله د نواز شريف په مشرۍ كښ?? ټول سياسي قوتونه يو شول ۔ ده ووئېل په امن او امان دې سياست ونه كړے شي، د قام ګمراه كولو هڅه دې ونه كړې شي۔ انجينئر امير مقام ووئيل په ماضي كښ?? د عملياتو په مهال په خېبرپښتونخوا كښ?? د دوي حكومت ٶ٬ آيا ھغه وخت هم ډالر اغستلے شول ٬ دوي دې وضاحت وكړي چې كه دا ډالر ترلاسه شوي نو ھغه چرته خرڅ شول۔ ده ووئيل پوځ تل د صوبائي حکومت په ريکوزيشن راغلے٬ د پوځ هر وخت منتازعه كولو نه دې ډډه وكړې شي۔ده ووئېل د بنو پېښه د ټولو په وړاندې ده٬ هلته ټولو ته معلومه ده چې د كوم ګوند كاركنان احتجاج ته ورننوتي؟ امن ومان او د اولس د ځان او مال حفاظت د صوبائي واكمنو ذمه واره ده ۔ انجينئر امير مقام ووئيل مونږ د دوي نه زيات ترهګرۍ سره مخ شوي يو٬ په ما اته ځانمرګي بريدونه شوي٬ وزيراعلي خو دې صورتحال سره مخ شوے نه دے۔ ده ووئيل په صوبه كښ?? يو يو كس ته معلومه ده چې كرپشن د چا په دور كښ?? شوے او څنګه دا كرپشن كېږي، سوداګر امن مارچ لپاره استعمالول څه كوم خدمت نه دے ٬ ده ووئيل د اولس د ځان او مال حفاظت لپاره په اطلاعات آډانه كه اپرېشن نه وي نو حل ئې څه دے٬ د دې نه دې مونږ خبر كړي، پوځ هر سخت وخت او طبهي افتونو كښ?? مرسته ك??ي ٬ ده ووئېل په ماضي كښ?? داسې سيمې وې چرته چې د پاكستان بېرغ هسك كول ګران ٶ او خو پاك پوځ دغه سيمې د ترهګرو نه پاكې كړي۔ وفاقي وزير ووئيل امن او امان د قام مسئله ده٬ امن لپاره مونږ ??ړاندې هم په اول صف كښ?? ولاړ ٶ٬ بيا لپاره به هم دوي سره ولاړ يو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په كال 2014 كښ?? 126 ورځې دهرنا وشوه نو د ھغې څخه حكومت ته هيڅ خطر نه ورمخې ته٬ چې كله په پي ټي وي بريد وشو ٬ هېواد ته زيان ضرور رسېدلے ځكه چې د چين صدر د پاكستان دوره ځنډولې شوې وه ، د دې نه وروستو د 9 مئي پېښه هم د ټولو په وړاندې ده٬ وفاق به قائم او دائم وي۔ ده ووئيل دوي بهرني سرمايه كار نشي ليدے٬ سي پېك نشي هضمولې٬ د دوي د هر اقدام مقصد اولس ته زيان رسول دي ٬ دوي د امريكې خبره كوي٬ د سائفر تور هم په امريكا ٶ ٬ اوس د ھغوي نه مرسته غواړي۔
امن لپاره به د رياست رټ قائمول وي٬ امن او امان لپاره به په استخباراتي اطلاعات اډانه كاروائۍ كېږي٬ هېڅ اپريشن نه كېږي ۔ د سفېران وفاقي وزير انجينئر امير مقام د اطلاعات وفاقي وزير سره په ګډه پرېس كنفرنس
AFB electronic credibility betting platform
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا