اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د متحده قومي مو??منټ لارښود مصطفيٰ کمال وئيلي دي متحده قومي مو??منټ يو ذمه وار ګوند دے كوم چې كله هم د هېواد په مسئلو د سياست برائے سياست طريقه نه ده خپله كړې ٬ د آئي پي پيز مسئلو پشمول د هېواد ټولو مسئلو ته په غړېدلو سترګو كتو ته اړتيا ده ، د اطمينان خبره دا ده چې وزيراعظم مح??د شهباز شريف او د ھغه ډله د آئي پي پيز، بجلۍ بحران او د هېواد معيشت ته د رامخې ته مسئلو حل لپاره سنجيده هڅې كوي ٬ دې سره به اولس ته ريليف ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء ﷲ تارړ سره د ګډې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ مصطفيٰ کمال ووئيل كه يوازې په مسئلو پوائنټ سكورنګ كولو سره ځان خلاصېدے شي نو دې سره به لمبرې خو جوړې شي خو د اولس مسئلې به حل نشي٬ هېواد دا مهال چيلنجنګ انوائرمنټ څخه تېرېږي، صورتحال سازګار نه دے۔ ده ووئيل مو??ږ د آئي اېم اېف قرضداري يو او ھغوي هم ځينې شرائط لري٬ د دې نه علاوه دلته يو شمېر مسئلې موجود دي٬ مصطفيٰ کمال ووئيل كه مو??ږ د بجلۍ په مسئله خبره وكړو نو مو??ږ ګڼو چې د آئي پي پيز موجوده انتظامات د هېواد د معيشت لوئي زخم دے٬ مو??ږ 2600 اربه روپۍ قرضداري يو٬ ګرځينده قرض لپاره 1700 اربه روپۍ په اوسني بجټ كښې اېښودې شوي٬ دې سره دا معاملې مخ په وړاندې نشي تللې۔ ده ووئيل په ماضي كښې د هېواد په ګټه آئي پي پيز لګولې شوي وو خو نن د هېواد معاشي صورتحال دا خبره ثابتوي چې دا سټرکچر نور نشي چلېدے او په دې نظرثانۍ ته اړتيا ده۔ ده ووئېل مو??ږ څو ځله د دې حل هم وړاندې كړے چې د بهر كمپنۍ جلا كولو سره د ځائي كمنپو سره خبرې كېدې شي۔ ده ووئيل زه ډېر خوشحاله او اطمينان لرم چې وزيراعظم او د ھغه ډلې د وړاندې نه په دې مسئله ډېر كار كړے او نور كار به هم كوي٬ هيله لرو چې دې سره به اولس ته ريليف ترلاسه شي۔ ده ووئيل مو??ږ د وزيراعظم مح??د شهباز شريف، د اطلاعات او نشريات وزير او د ټولې ډلې مننه كوٶ چا چې مو??ږ ل?? په مشاورتي عمل كښې مو??ع راكړه ٬ اېم كيو اېم وړاندې هم خپل كردار لوبولو او بيا لپاره به هم لوبوي٬ مو??ږ د حكومت په ټولو ښو اقداماتو كښې ملګري يو٬ چرته چې پوهېږو مشوره به هم وركوٶ۔ ده ووئيل 12 زره 900 اربه روپۍ په بجټ كښې چې كومه ريونيو ترلاسه كېدونكې ده٬ ھغه كاروباريانو او تنخا دارو څخه ترلاسه كېدونكې ده، كله چې بزنس مين بزنس بند كړي او تنخادار بې روزګاره شي نو ريونيو به د كومې راځي، په مجموعي توګه به هېواد ته زيان ورسي۔ ده ووئيل د آئي پي پيز مسئله حل كولو ته اړتيا ده٬ مو??ږ اطمينان لرو چې وزيراعظم نه يوازې خبر دے بلكې ھغوي په دې ډېر كار كړے ، زمونږ چې كومې اندېښنې او خيالات وٶ٬ ھغه د وړاندې نه حل شوي او حل كېږي او ډېر زر به اولس ته ريليف ترلاسه شي۔
وزيراعظم د آئي پي پيز، د بجلۍ بحران او د هېواد معيشت ته د رامخې ته مسئلو حل لپاره سنجيده هڅې كوي٬ مونږ د حكومت د ټولو ښو اقداماتو ملګري يو: مصطفيٰ کمال
Futong Electronics Reliable Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں