نيويارك 25 ستمبر (اے ??ي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو م??تونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتيرېس سره ملاقات کړے٬ د ملاقات په مهال مقبوضه وادۍ كښې د هند په جارحانه کارروائيو د پاکستان د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره ئې سوئيلي اسياﺀ كښې د تل پاتي امن او استحکام باوري كولو له د شخړو هواري او د فلسطينيانو په ضد د اسرائيل د نسل کشۍ كمپائن سخته غندنه كولو سره په سمدستي توګه د جنګ بن??ۍ غوښتنه هم وكړه۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس م??ډيا ونګ د اړخه جاري شوي پرېس ريليز له مخې وزيراعظم محمد شهبازشريف او د ملګرو م??تونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوترېس ترمينځه د ملګرو م??تونو جنرل اسمبلۍ غونډې په موقع ملاقات وشو۔وزيراعظم د ملګرو م??تونو سيکرټري جنرل د اړخه د “مستقبل سربراهي” کنفرنس هركلي سره هيله څرګنده كړه چې د كانفرنس نتيجو سره به پرمختګ كوونكو هېوادونو ته د جامع پرمختګ اهداف (اېس ډي جيز) او م??سمياتي اهداف نفاذ لپاره مالياتي خلا او نظام ښه كولو له مرسته تر لاسه شي۔ سيکرټري جنرل ته د جموں و کشمير په صورتحال بريفنګ وركولو سره وزيراعظم مقبوضه وادي كښې د هند په جارحانه کارروائيو د پاکستان د سختې اندېښنې څرګندونه وكړه او سوئيلي اسياﺀ كښې د تل پاتي امن او استحکام باوري كولو له ئې د شخړو هواري په حاجت زور راوړو۔ ده په سيکرټري جنرل زور راوړو چې جموں او کشمير په اړه د ملګرو م??تونو سلامتي کونسل په اړوندو قراردادونو عملدرآمد او د کشميريانو د خپلواكۍ حق باوري كولو له خپله مخ ملازه استعمال کړي۔ وزيراعظم د فلسطينيانو په ضد د اسرائيل د نسل کشۍ كمپائن سخته غندنه ??و په سمدستي توګه او په غير مشروط توګه د جنګ بن??ۍ غوښتنه ??ې وكړه۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د اسرائيل احتساب وكړي۔ وزيراعظم د يو خپلواكه رياست فلسطين د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي ،جوړولو لپاره د پاکستان د مرستې پخلے وكړو۔ وزيراعظم د اسلامو فوبيا زياتې شوې چبې او په نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد د امتيازي سلوك مخنيوي په حاجت زور راوړو۔ده د كال 26۔2025 لپاره د ملګرو م??تونو سلامتي کونسل غير مستقل غړي په توګه نړيوال امن او سلامتيا لپاره فعال کردار ترسره كولو له د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ دغسې سيکرټري جنرل انتونيو ګوتيرېس م??ګرو م??تونو كښې د پاکستان فعاله شموليت سره سره د ملګرو م??تونو امن مشن كښې ګډون او نړيوال امن او سلامتيا لپاره د پاکستان په کردار د وزيراعظم مننه وكړه
د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتيرېس سره ملاقات،مقبوضه جموں او کشمير كښې د هند په جارحانه کارروائيو د پاکستان د اندېښنې څرګندونه
MG online reputable entertainment platform
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا