اسلام آباد۔28دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكترې شاهېره شاهد وئيلي دي چې ميډيا هېواد ته په پېښو ننګونو كښې موثره او فعاله كردار ترسره كړے دے۔ د ??اك??تان انفارمېشن سېنټر جو??ولو مقصد په ګرد هېواد كښې خبريالانو ته عصري پېشه وره تربيه وركول دي۔ نوموړې د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت او د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ (پي آئي ډي) خصوصي اقدام ٬ ??اك??تان انفارمېشن سېنټرز تر اهتمام لاندې په انفارمېشن سروسز اكېډمي كښې “د خبرونو صداقت او د رياست مخالفې پروپېګنډې مخني??ي221; په سرخط د دوه ورځني تربيتي وركشاپ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې زياته كړه چې په بېلا بېلو ښارونو کښې پرنټ ٬ الېكترانك او سوشل ميډيا سره تړون لرونكو خبريالاتو ته په صحافت كښې عصري رجحاناتو او پېښو ننګونو سره په اړوندو موضوعاتو تربيه وركولې شي۔ د ??اك??تان انفارمېشن سېنټر جو??ولو مقصد په ګرد هېواد كښې خبريالانو ته عصري پېشه وره تربيه وركول دي۔ دې ووئيل د دې وركشاپ مقصد د ميډيا استازي د رياست ګټو او دريځ په اړه خبرول دي ولې چې په روان وخت كښې صداقت او جعلي خبرونه يو لويې چېلنج دے۔ دې وويل، ميډيا د دولت څلورمه ستنه د?? او هېواد ته د پېښو ننګونو په اړه د پوهاوي په رامنځته کولو کښې مهم رول لري۔ د اطلاعاتو سېكترې وويل چې د اسلام آباد پشمول د ټول هېواد په 7 مركزونو كښې ??اك??تان انفارمېشن سنټرز كښې خبريالانو لپاره تربيتي وركشاپونه كېږي۔ دې نه وړاندې د ??اك??تان انفارمېشن سېنټرز ډائرېكټر محمد صغير احمد په خپله وېنا كښې د ??اك??تان انفارمېشن سېنټرز تر اهتمام لاندې د روانو وركشاپس او پي آئي ډي كاركردګۍ په اړه ووئيل۔ ده ووئيل تېر كال د ??اك??تان انفارمېشن سېنټر لخوا په بېلو سرخطونو په ګرد هېواد كښې 16 تربيتي وركشاپس شوي وو په كومو كښې چې 700 نه زياتو خبريالانو ته تربيه وركړې شوې وه۔ ده ووئيل د ??اك??تان انفارمېشن سېنټر لخوا روانه مياشت په 7 ښارونو كښې په مهمو سرخطونو د تربيې وركشاپس كولې شي۔
ميډيا هېواد ته د پېښو ننګونو په اړه فعال رول لوبولې دې٬ شاهيره شاهد
Yehu APP game platform download
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ