کراچۍ۔6فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو قامي ورثې او كلتور سلاكار امير مقام وئيلي دي حكومت د ترهګرۍ او د معيشت په مسئلو د قابو موندلو لوظ لري۔ دا خبره ده په ا??دو لغت بورډ كراچۍ كښې دميډيا نمائندګانو سره خبرو كښې وكړه۔ دې څ??ه وړاندې ده د ادارې په باغيچه كښې بوټې نال كړو او د اردو لغت بورډ ٬ كراچۍ د بيا رنګ روغن شوې ودانۍ پرانسته يۍ وكړه۔ ده د ودانۍ د بېلو برخو جاج واخست۔ اميرمقام ووئيل د اوسنۍ چاؤدنې څ??ه وروستو په پېښور كښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېپكس كمېټۍ غونډه وشوه٬ غونډه كښې ټولو اسټېك هولډرز ګډون وكړو۔ ده ووئيل د اے پي اېس څ??ه وروستو چې زمونږ كوم عزم وو نن هم دغه عزم موجودے دے۔ ده ووئيل هېواد به د امن مركز جوړو۔ وزیراعظم د قائد ښار كراچۍ په اړه خپلو خبرو كښې ووئيل کراچۍ د هېواد معاشي حب دے ٬ د دې ښار چلېدو سره د ګرد هېواد چلېدل تړلي دي۔ ده ووئيل پخوا د دې ښار حالت ډېر ناوړه وو ۔ وزيراعظم نواز شريف په دې ښار كښې امن په ځائې كولو له د كار كولو پرېكړه وكړه چې په نتيجه كښې يۍ د ښار امن او رڼاګانې بحال شوې۔ امير مقام ووئيل نواز شريف په خپل دور كښې په سسټم كښې د 10 زره مېګاواټ برېښنا اضافه وكړه۔ ده ووئيل د اردو ډكشنري بورډ ودانۍ حالت ډېر ناوړه وو ٬ مونږ فنډز وركړل ٬ رنګ روغن وشو او نن يۍ پرانسته وشوه۔ ده ووئيل بلها كتابونه دلته پراته دي بايد دې څخه ا??تفاده وكړې شي۔ دې څ??ه وړاندې دې مزار قائد ته لاړو او قائد مېنجمنټ بورډ كښې يۍ د میوزیم رنګ روغن په اړه د بريفنګ غونډې مشري وكړه?? چارواكو د وزيراعظم سلاكار ته بشپړه بريفنګ وركړو۔
حكومت د ترهګرۍ او د معيشت په مسئلو د قابو موندلو لوظ لري٬ امير مقام
Robbery Bet APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں