اسلام آباد 08فروری(اے پی پی) په پاكستان كښې د چين ناظم الامور پانګ چنكسو وئېلي دي چې په سائنس او ټېكنالوجۍ كښې مرسته د پاكستان او چين دوه اړخيزه اړيكو يوه مهمه برخه ده٬ دواړو هېوادنو په ګډه 475 څخه زياتو تحقيقي منصوبو ته فنډز وركړې په كومو كښې چې كركيله٬ ايرواسپيس او كيميائي صنعت هم شامل دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د چين پاكستان خلائي سائنس او ټېكنالوجۍ مرستې سره په اړه راجوړې كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل چې په كال 1976 كښې د دواړو هېواد??نو ترمي??ځه د بين الحكومتي سائنس او ټېكنالوجي همكارۍ لوظ نامې لاس ليك كېدو څخه وروستو په زړه پورې نتيجې ترلاسه شوې دي٬ د دواړو هېواد??نو ترمي??ځه د آبي وسائلو ساتنې٬ د طبي او روغتيا خيال ساتلو٬ بائيو ټېكنالوجي٬ كمپيوټر سائنس٬ماحوليات٬ توان٬ موسميات٬ارضيات او د ټېكنالوجۍ انتظام څانګو كښې هم د زياتو منصوبو مالي مرسته شوې۔ د چين ناظم الامور وئېلي دي چې مونږ د چين په خلائي سټېشن كښې 6 مياشتې پس د پاكستاني ادوياتي بوټو تخم??نو سپارلو دستورې له راغلې يو۔ شینزو XIV خلائی جهاز ??ېر كال جون مياشت كې يوې سائنسي تجربې لپاره خلا ته لېږلې شوې و كوم چې د تېر كال دسمبر مياشت كښې حفاظت سره زمكې ته راستون شو۔ دا اولنۍ موقع ده چې پاكستاني بوټي خلا ته ولېږلې شؤ۔ دا تجربه به په يقيني توګه د چين پاكستان ملګرتيا په تاريخ او د سائنس او ټېكنالوجۍ مرستې په تاريخ كښې رقم كړې شي۔ده ووئيل دوه اړخيزه سائنسي او ټېكنالوجي مرسته هم د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ فريم ورك له مخې شامل كړې شوې كومه به چې په يقيني توګه د سي پېك د اعلٰی معيار او تل پاتي پرمختګ پياوړې مرسته برابر كړي۔ د چين ناظم الامور د ګډې هڅو په كولو د دواړو هېواد??نو د سائنسدادنانو مننه وكړه۔ ده سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت٬كامسټيك ٬ د پاكستان سائنس فاؤنډېشن د عهديدارانو ٬ د كامسټيك غړو هېواد??نو سفيرانو او استازو د دې خصوصي موقعې مشاهده كولو له په دستوره كښې د ګډون په كولو هم مننه وكړه۔ناظم الامور ووئيل درې مياشتې وړاندې وزيراعظم شهباز ??ريف سره د ملاقات په مهال د چين صدر شي جن پنګ د دې خبرې څرګندونه كړې وه چې چين به خپلو پرمختيائي تګلارو او پاكستان سره همغږۍ ته وده وركوي۔ده ووئيل دغه د دواړو هېواد??نو د لارښودو ترمي??ځه د شوې موافقې عملي كولو يو څرګند مثال دې۔ده ووئيل دواړه هېوادونه په عص??ي دور كښې شريك سباؤن سره د يو نزدې چين پاكستان كميونټي په ځاې كولو عزم لري۔
په سائنس او ټېكنالوجۍ كښې مرسته د پاكستان او چين دوه اړخيزه اړيكو يوه مهمه برخه ده۔ د چين ناظم الامور پانګ چنكسو دستورې ته وېنا
Ganesha Gold APP entertainment official website
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2