د وزيراعظم شهباز شريف د سپاهي هارون وليم په وروستي رسوماتو كښې ګډون


APP03-220624 RAWALPINDI: June 22 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif attends the memorial service of Pakistan Army's sepoy Haroon William in Saint Paul's Church. APP/FHA

پېنډۍ ۔22جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د سپاهي هارون وليم په وروستي رسوماتو كښې ګډون وكړو او د هېواد په پرمختګ كښې يۍ د هغه د كردار ٬ د مسيحي ورورولۍ د خذماتو او قربانيو ستائنه وكړه۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اسلام آباد سره د تعلق لرونكي 29 كلن سپاهي هارون وليم وروستي رسومات د خالي په ورځ په سېنټ پال چرچ پېنډۍ كښې ادا كړې شول۔ عقيدت مند مسیحی سپاهی ولیم د هېواد په دفاع كښې تېره ورځ په كرم ضلع كښې د ترهګرۍ مخنيوي آپرېشن كښې د وظيفې ترسره كولو په مهال د خپل ژوند قرباني وركړې وه۔ دستوره كښې وزیر اعظم ، د دفاع وزير ، داخله وزير د اطلاعاتو وزیر ، د پاك پوځ سرلښكر ، اعلیٰ سول و پوځي چارواكو، عسكرو ، وګړو او نورو ګډون وكړو۔ وزیراعظم د هېواد په پرمختګ كښې د هغه كردار ستائلو سره د مسېحي ورورولۍ د خذماتو او قربانيو ستائنه وكړه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان وسله وال ځواكونه يو منظم يونټ دے په كوم كښې چې بېلا بېل پس منظر لرونكي كسان شامل دي كوم چې د رياست اجتماعي دفاع لپاره ستړې كوي۔ د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منېر د سپاهي هارون وليم ٬ سپاهي انوش رفون او د هغه د ملګرو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل د دوئي اتحاد او مړانه د قام د طاقت مثال دے۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې قام به د دوئي د خذمت او قربانيو تل مقروض وي۔ سپاهی هارون ولیم بشپړ پوځي درناوي سره په پېنډۍ كښې خاورو ته وسپارلے شو۔ دغسې د حوالدار عقیل احمد (اوکاړہ)، لانس نائیک محمد طفیر (پونچھ)، سپاهی انوش رفون (اټک) او د سپاهی محمد اعظم خان (هری پور) د جنازې لمونځ د دوئي په پلارنو سيمو كښې بشپړ پوځي درناوي سره ادا كړے شو۔ د پاكستان وسله وال ځواكونه هېواد څخه د ترهګرۍ ختمولو عزم لري۔