اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټرعارف علوي نګران وزيراعظم ٬ وزيرانو٬ سېنېټرز٬ د آزاد كشمير صدر او وزيراعظم٬ د څلورو واړو صوبو ګورنرانو او اعلی وزيرانو ته چيټۍ استولې ده په كومه كښې چې هغه د سينې كېنسر په اړه د اولسي شعوري بېدارولو كښې د مرستې او په اكتوبر كښې د ګلابي ربن اچولو خواست كړے دے۔ د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې په خط كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د سينې كېنسر په اړه اولسي شعور بېدارولو كښې ستاسو د مرستې ګټورې نتيجې رامخې ته كېدې شي۔ په پاكستان كښې د دې رنځ له امله هر كال 40 زره مېرمنې خپل ژوند له لاسه وركوي او دا شمېره په ګرده آسيا كښې تر ټولو زياته ده چې سبب يۍ د رنځ په تشخيص كولو كښې تاخير كول دي۔ ده ووئيل په وخت خپله معائنه كولو سره يو شمېر ځانونه بچ كېدې شي۔ د اكتوبر مياشت هر كال د سينې كېسنر په اړه اولسي شعور بېدارولو له لمانځلې شي۔ په دې مياشت كښې د برېسټ كېنسر په اړه پوهاوې رامخې ته كولو سره مونږ د يوې صحتمندې او پوهې ټولنې په جوړولو كښې خپل كردار ترسره كولے شوو۔
د صدر ډاكټرعارف علوي لخوا نګران وزيراعظم ٬ وزيرانو٬ سېنېټرز٬ د آزاد كشمير صدر او وزيراعظم٬ د څلورو واړو صوبو ګورنرانو او اعلی وزيرانو ته چيټۍ ٬ د سينې كېنسر په اړه اولسي شعور بېدارولو كښې د مرستې او په اكتوبر كښې د ګلابي ربن اچولو خواست
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria