لندن 08 جون (اے پي پي) د تجارت وفاقی وزیر سید نوید قمر پاکستانی نژاد برتانوي بزنس کمیونټی ته په هېواد كښې ګټه ورو کاروباری موقعو څخه د ګټې پورته كولو او د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي چې پاکستان د سرمايه كارۍ بلها ګټورې موقعې لري۔ ده دا خبره په لندن كښې پاکستانی نژاد برتانوي بزنس کمیونټۍ سره ملاقات كښې وكړه۔ ده ووئيل پاکستانی نژاد برتانوي بزنس كميونټۍ ته په هېواد كښې د سرمايه كارۍ او كاروبار ګټورو موقعو څخه د استفادې كولو بلنه وركوؤ۔ ده ووئيل پاکستان كښې مېشته برتانوي كاروباري شخصياتو لويې کامیابۍ كړي دي۔ ده د هېواد په تعمیر او پرمختګ كښې د پاکستانی نژاد برتانو بزنس کمیونټۍ د مثبت كردار ستائنه هم وكړه۔ ده ووئيل په برطانيه كښی د پاكستان برآمدات 2 بلين ډالره څخه زيات شوي دي ٬ دا په زړه پورې كاميابي د 197 فيصده غېر معمولي اضافه څرګندوي۔
د وفاقی وزیر سید نوید قمر په لندن كښې برتانوي بزنس کمیونټی سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس