لندن ۔ 15 نومبر (اے پی پی) دكورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د هند جارحانه رويه د منطقې امن او استحكام لپاره خطر ده۔ پاكستان به د هند رعب كښې كله هم رانشي۔ او پاكستان د هند لخواد د خپلو شهيد شويو عسكرو د بدل اخستو حق لري۔ برطانوی نېشنل سېکورټی اېډوائزر سره ملاقات كښې داخله وزير په دې خبره زور راوړو چې نړيواله ورورولي او په خاص توګه ملګري هېوادونو دې منطقه كښې د هند ضد پلو پام وكړي او رد عمل دے څرګند كړي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي او زمونږ ملګري هېوادونه د پاكستان په ضد هندي عزائم ناكامه كولو له بايد هڅې وكړي او سوئيلي آسيا ته بايد د هند په چشمه نه ګوري۔ د ترهه ګرۍ په ضد د روان جنګ په حقله داخله وزير ووئيل د ترهګرۍ عفريت نه يواځې سيمه ايزه بلكې نړيوال امن او سكون لپاره هم خطره ده۔ ده ووئيل پاكستانې اولس او امنيتي ادارې د دې عفريت خپل خاوری څخه ختمولو لوظي ديِ۔ په دې مهال داخله وزير د هغه كاميابو ذكر وكړو كومې چې د ضرب عضب او نېشنل اېكش پلان په نتيجه كښې پاكستان ته ترلاسه شوي دي۔ ده ووئيل حكومت او پاكستانې اولس امن غواړي او په دې لړ كښې نړيوالې مرستې ته د قدر په نظر ګوري۔برطانوی نېشنل سېکورټی اېډوائزر خپلو خبرو كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستاني اولس قربانۍ وستائلې۔ ده باور وركړو چې د برطانيې حكومت به د پاكستاني اولس سماجي ٬ معاشي پرمختګ او د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطيا له هره ممكنه مرسته كوي۔
د هند جارحانه رویه د منطقې امن له خطر ده٬ پاكستان به د هند رعب كښې كله رانشي
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس