اسلام آباد ۔ 30 جون (اے پی پی) حكومت د روژې مباركې او د وړوكي تقدس په سوب اولس ته ريليف وركولو له د پېټروليم نرخونو د نه زياتولو پرېكړه ۔ د جولائي مياشت په مهال به د پټرول ٬ هائي اوكټين ٬ د خاورو تېل او هائي سپيډ ډيزل نرخونه په موجوده كچه په ځائې ساتلې شي۔ د دې خبرې اعلان د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د زيارت په ورځ ميډيا بريفېنګ كښې وكړو۔ ده ووئيل اوګرا د ټولو پېټروليم مصنوعاتو نرخونو كښې د زياتوالي كولو وئيلي و ولې حكومت د وزيراعظم اولس ته د هر ډول اسانيو وركولو هداياتو په رڼا كښې د پټرول ٬ هائي اوكټين ٬ د خاورو تېل او هائي سپيډ ډيزل نرخونو كښې د زياتوالي نه كولو پرېكړه وكړه۔ بلخوا د لائټ ډیزل نرخ كښې د لېټر په سر د 5.38 روپو اضافې سمري منظور كړې شوې۔ ده ووئيل لائټ ډیزل د عام استعمال څيز نه دے ځكه اغېز به ئې په عام اولس نه راځي۔ ده ووئيل د 4 لويو پټرولیم مصنوعاتو په نرخونو كښې د زياتوالي نه كولو په سوب به حكومت د 3 اربه روپو بوج زغمي۔
حكومت د روژې مباركې او د وړوكي اختر تقدس په سوب اولس ته ريليف وركولو له د پېټروليم نرخونو د نه زياتولو پرېكړه
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے